د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن په خاص بلنه د سعودي همڅنګ ډاكټر عواد بن صالح العواد د پلاوي سره پاكستان ته رارسېدلې

image

اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن په خاص بلنه د سعودي همڅنګ ډاكټر عواد بن صالح العواد د جمعې په ورځ د پلاوي سره د پاكستان په دوره رارسېدلې۔د سعودي اطلاعات وزير به د پاكستان وزيراعظم عمران خان سره ملاقات كوي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن پھ خپل بيان كښې وئيلې دي په پلاوي كښې د سعودي سفير نواف المالكي٬د سعودي د اطلاعات صلاحكار او صدر مركز اسلامي ابلاغيات فهيم بن خالد الحامد هم شامل دي۔د دورې مقصد د دواړو هېوادونو ترمينځه د مرستې نوې لارې لټول دي۔ده ووئيل په دې موقع به د دواړو هېوادونو د اطلاعات او كلتور په څانګو كښې د اشتراك په امكاناتو خبرې كولې شي٬دواړو اسلامي هېوادونو ترمينځه به د شريكو اړيكو په وده د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ده ووئيل د سعودي د اطلاعات وزير راتګ د دواړو هېوادونو ترمينځه په زړه پورې اړيكو څرګندونه ده۔ د اطلاعات وفاقې وزير به د ملاقات نه پس د سعودي پلاوي مېلمستيا هم كوي

مضمون کا ماخذ : شمال کے ڈریگن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں