د مركز په شمول پنجاب او خېبر پختونخوا كښې به په آزاده توګه حكومت جوړ كړو۔ بلوچستان كښی به اتحادي حكومت جوړ كړو۔ فواد چوهدري

image

اسلام آباد ۔ 29 جولائی (اے پی پی) د پاکستان تحریک انصاف لارښود فواد چوهدري وئيلي دي پي ټي آئي پنجاب كښې د حكومت جوړولو مضبوط پوزيشن لري۔ د اتوار په ورځ يو نجي ټي وي سره خبرو كښې ده ووئيل د خپل اتحادي ګوند پاكستان مسلم ليګ (ق) ټاكل شويو كانديدانو ځان سره اخستلو سره پی ټی آئی پنجاب صوبه كښې حكومت جوړولو له نمبر ګېم مكمل كړې۔ ده ووئيل د مركز په شمول پنجاب او خېبر پختونخوا كښې به په آزاده توګه او بلوچستان كښی به اتحادي حكومت جوړ كړو۔ د پنجاب د اعلی وزير په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ددې پرېكړه به د ګوند چيئرمېن عمران خان كوي۔ هغه چې كومه هم پرېكړه وكړي په هغې به عمل كولې شي۔

مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں