هېواد ته د اوبو په رامخې ته شوي بحران قابو موندلو له كوټلې ګامونه پورته كولو ته اړتيا ده

image

اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) لنډ مهاله وزيراعظم جسټس (ر) ناصر الملك سره د واپډا چیئرمېن لېفټېننټ جنرال (ر) مزمل حسېن ليدلي او ھغه ته ئې هېواد كښې د اوبو او پن برېښنا په چارو بريفنګ وركړے دے۔ وزیراعظم د واپډا منصوبو په خاص توګه ديامر بهاشا او مومند بندونو نه خبر كړے شو ۔ د بريفنګ په مهال وئېلې شوو په ديامر بهاشا او د مومند په بند به سږ كال كار پېل شي۔ په دیامر بھاشا بند كښې د 8.1 مېليونه ايكړ فټه اوبو جمع كولو ګنجاېش شته او دا منصوبه د 4500 مېګاٶاټ برېښنا پېدا كولو صلاحيت لري ٬ دعسې مومند هائېډرو پاور پراجېكټ به د 1.2 مليونه اېكړه فټه اوبو ذخيره كولو ګنجائش لري او 800 مېګاٶاټ برېښنا پېدا كولو صلاحيت به لري۔ دعسې 1410 مېګاٶاټ صلاحيت ولرونكې تربيلا فائيو د پراختيا منصوبه٬ د 2160 مېګاٶاټ برېښنا پېداوار داسو بند سټېچ ټو٬ د 7100 مېګاٶاټ لپاره كرم تنګي بند د دوېم پړاٶ جوړول په منصوبو كښې شامل دي۔ د واپډا چيئرمېن هېواد كښې د اوبو او برېښنا زيات شوي ضرورت لپاره د واپډا لخوا د پورته كړو ګامونه په حقله ووئېل واپډا تېر كال د اګست په مېاشت كښې ډېره بګټي اسلام آباد كښې د 72 زره ايكړا زمكې اوبه كولو او د 2487 مېګاٶاټ برېښنا په قامي ګرېډ كښې د شاملولو لپاره لوے منصوبې ترسره كړې دي۔ كومې منصوبې چې بشپړه كړې شوې په ھغې كښې د كچهي كنال فيز ون ٬ ګولن ګول ٬ تربېلا فور پراختيا منصوبه او د نيلم جهلم هائېډرو پاور پراجېكټ شامل دي۔ دغسې د كرم تنګي بند وړومبې پړاٶ په كال 2020 كښې بشپړ شي او دغسې د 2160 مېګاٶاټ د داسو هائيډرو پاور پراجېكټ وړومبې پړاٶ به په كال 2023 كښې د برېښنا پېداور پېل كړي۔ وزیرا عظم جسټس (ر) ناصر الملك د اوبو او برېښنا په منصوبو د عملدرآمد په لړ كښې د واپډا په پورته كړو اقداماتو د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل هېواد كښې د اوبو په رامخې ته شوي بحران قابو موندلو له كوټلو ګامونه پورته كولو ته اړتيا ده۔

مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2
متعلقہ مضامین
مزید خبریں