ټول ټاكنې به د جولائي په 25مه نېټھ كال 2018م كښې كېږي٬ لنډ مهاله حكومت به پاكې٬سپيځلې او بې پرې ټاكنې كوي كومې به چې مثال نه لري

image
APP24-27 ISLAMABAD: June 27 – Federal Minister for IBNH&LH Barrister Syed Ali Zafar talking to media persons during inauguration ceremony of Educational Expo at Pak-China Friendship Center. APP photo by Javed Qureshi

اسلام آباد 27 جون (اے پی پی) د اطلاعات٬خپرونو٬قامي تاريخ او ادبي ورثه وفاقي وزير بېرسټر سيد علي ظفر وئېلي دي ټول ټاكنې به د جولائي په 25مه نېټھ كال 2018م كښې كېږي٬نګران حكومت به پاكې٬سپيځلې او بې پرې ټول ټاكنې كوي چې مثال به يې په تېر وخت كښې نه وي٬كه په كومه هم معامله تحقيقاتي ايجنسي د قانون له مخې كاروائي كوي يا معامله په عدالت كښې تر اورېدنې لاندې وي نو په دې كښې به نګران حكومت هېڅ ډول مداخله نه كوي او نه دا كوم جواز لري٬كه په كومه معامله يا كاروائۍ كوم اعتراض وي نو سترې محكمې ته مراجع كېدې شي٬د آئيني ترميم نه پس فاټا پھ خېبرپښتونخوا كښې ضم شوې٬په آئين كښې ليكلې شوي چې پھ فاټا كښې به د صوبائي اسبملۍ ټاكنې په يو كال كښې دننه كېږي٬سترې محكمې د پيمرا چيئرمېن٬د تقررۍ كمېټۍ وړاندېز منظور كړی۔د اطلاعات او خپرونو وزارت به ډېر زر د پيمرا چيئرمېن د ټاكنې نوټيفيكېشن جاري كړي٬زمونږ وسله وال ځواكونه د پولو حفاظت سره سره د ترهه ګرۍ په ضد جنګ په كاميابۍ سره كوي٬اوس به مونږ ته د عدم برداشت رويې بدلول وي٬د عدم برداشت رويې يوازې د تعليم د لارې بدلېدې شي۔ده دا خبرې د شورو په ورځ په پاك چائنه فرينډ شپ سنټر كښې د نجي مېډيا ګروپ لخوا د ايجوكېشن ايكسپو پرانستې دستورې ته وېنا او خبريالانو سره د خبرو پھ مهال وكړې۔وفاقي وزير د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل د نګران حكومت مېنډېټ واضحه دے او هغه دا چې د جولائي په 25مه نېټه ټول ټاكنې كول دي٬په وخت٬په امن او بې طرفه ټاكنې به كوو او په دې لړ كښې هلې ځې روانې دي٬ ده ووئېل د ټاكنو د ځنډېدو په اړه ګنګوسي روان دي كوم چې هېڅ صداقت نشته٬ټاكنې به د خپل ټاكلې شيډول له مخې كېږي۔ده ټولو سياسي ګوندونو ته ووئيل چې د ټاكنو كمپائن له كار وكړي او خپل خپل منشور اولس ته وړاندې كړي٬په سماجي انصاف او ستونزو دې خبرې وكړي۔ده ووئيل پي ټي وي د رياست مېډيا ده٬مونږ باوري كړې چې ټولو سياسي ګوندونو ته په پي ټي وي برابر كورېج وركړې شي دغسې چې هر ځاې ته د سياسي ګوندونو منشور او پېغام اولس ته ورسي۔د يوې پوښتنې پھ ځواب كښې ده ووئيل نګران حكومت به په كوم بليم ګيم كښې نه پرېوځي٬حقائق به اولس ته وړاندې كوو۔وفاقي وزير ووئيل د اتلسم بدلون نه پس د تعليم څانګه هم صوبو ته منتقل شوې وه خو په پوهنتونونو كښې د لوړو زده كړو په اړه پريكړه نه وه شوې٬اوس حكومت پريكړه كړې چې د لوړو زده كړو څانګه به وفاق سره پاتې كېږي٬ لنډ مهاله وفاقې وزير ووئېل كه راتلونكې حكومت د تعليم په اړه د وفاق نمائندګي باوري كولو له ترميم وغواړي نو كولې شي۔ده ووئيل زما تجويز دے چې د قامي كردار تشكيل لپاره د تعليم په څانګه كښې د وفاق كردار پكار دے دغسې چې د تعليم تر مخه قامي وحدت زيات شي او قامي كردار تشكيل كړې شي۔

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں