اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) متحده قومي موومنټ (پاکستان) د ترهګرۍ خاتمې لپاره د عزم استحکام وژن د وخت مهم ضرورت ګرځولو سره وئيلي دي ترهګرۍ سره نه يواځې هېواد ته په معاشي توګه زيان رسي بلكې د سي پېك پشمول د پاكستان نړيوالو اړيكو او نړيوال تجارت هم سخت ځپلے كېږي۔ دا د وزيراعظم شهباز شريف ښه صفت دے چې ھغه بيا بيا اپوزيشن ته د خبرو بلنه وركوي۔ د زيارت په ورځ د پارلمان نه بهر اے پي پي سره په خبرو كښې ارشد عبدالله دهرا ووئيل په دې كښې بله رائے نشته چې ترهګرو ته چې چا بيا پاكستان كښې رسائي او د آباد كارۍ سهولت وركړے دا يو منظم سازش ؤ دغسې چې د پاكستان پولې غېر محفوظ كړې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د دې نه وړاندې هم د ترهګرۍ په ضد انټيليجنس بيسډ كاروائۍ كېدلې دا به هم دا هغسې كاروائۍ وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ارشد عبدالله دهرا ووئيل د پاکستان مسلم ليګ ن او د پاکستان پيپلز پارټي ترمېنځه خبرې د معمول خبره ده خو د وزيراعظم لخوا په ايوان كښې د پي ټي آئي باني ته بيا د خبرو وړاندېز كول د اهميت وړ عمل دے٬ ده ووئېل كه واقعي بل اړخ نه هم خبرې كول غواړي نو راوړاندې دې شي، خبرې اترې هم سياسي قواؤ سره كېدے شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د کراچي ډويلپمنټ پيکج څخه وروستو مونږ هيله لرو چې په كراچۍ كښې به د تعمير او پرمختګ نوے دور پېل شي۔