داخله وزير په كرك كښې د امنيتي ځواكونو ګاډي ته نزدې د بمي چاؤدنې غندنه ٬ شهيد شويو اهلكارو خپل نن د قام په سولييز سبا قربان كړو٬ محسن نقوي

image

اسلام آباد۔21جون (اے پی پی) داخله وزير محسن نقوي وئيلي په كرك كښې د امنيتي ځواكونو ګاډي ته نزدې د ترسره شوې آئي اي ډي چاؤدنې سخته غندنه كولو سره وئيلي دي شهيد شويو اهلكارو خپل نن د قام په سولييز سبا قربان كړو۔ د جمعې په ورځ خپل بيان كښې محسن نقوي ووئيل په چاؤدنه كښې د امنيتي ځواكونو د 5 اهلكارو په شهادت راته زيات افسوس شوے۔ ده د شهيدانو قربانيو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې۔ ده غمجنيو كورنيو سره غمراي ښكاره۔ ده ووئيل د شهيدانو عظيمې قربانۍ به تل ياد ساتلې شي۔ ده ووئيل قام د ترهګرۍ د نوغي ويستلو عزم لري۔

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ویب سائٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں