اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي) صدر مملكت عارف علوي د يونايټېډ بانك او بنك الفلاح لمټډ لخوا دائر شوې د بانك دوه جلا جلا اپيلونه رد كولو سره بلیك لېسټ كونكې او بانكونو ته د فراډ ځپليو له د 2.74 ميليونه روپو بيرته وركولو سپارښتنه كړې ده۔ د اتوار په ورځ د صدر ايوان صد پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملکت ووئيل چې د بينکنګ په فراډ كښې ككړ كسان بليك لسټنګ لپاره د بينكنګ محتسب معامله د اسټيټ بانك سره پورته كولو ٬ د بينكنګ په فرتاډ ضروري اېس او پيز دې جاري كړې شي ٬ فراډ كونكې كسانو له دې بينكنګ/ مالي آسانۍ ورنه كړې شي۔صدر مملكت د یونایټډ بینك او بنک الفلاح لمټډ دوه جلا جلا غوښتنې رد کړي دي، د بنکنګ فراډ له امله ځپلې شوې 2 صارفين له د 19 لکهه او 8 لکهه 44 زره روپۍ ورکړې شي۔د یونایټیډ بينك صارف قصر محمود ته د بانك هیلپ لائن سره مشابهه لمبر څخه کال ترلاسه شوې ،کالر قیصر محمود ته د خپل معطل شوې ډيجیټل بینکنګ ایپ فعالولو وئيلي،وګړي د ایپ فعالولو نه پس داکاؤنټ څخه 20 لکهه روپۍ منتقل کړې دي، بریګیډیئر (ر) محمد عارف شیخ څخه فراډ كونكو کال کولو اکاؤنټ تکنیکی خرابۍ لري كولو په بهانه بینکنګ تفصیلات غوښتلې ، بریګیډیئر ریټائرډ عارف شيخ د اکاؤنټ څخه 19 ټرانزیکشنز د لارې 994,000 روپۍ وېستلې شوي،وګړو خپل اړوندو بینکونو څخه د روپو بيرته راستنولو وئيلي،خو ریلیف نه شو ترلاسه ،وګړو ریلیف ترلاسه كولو له بینکنګ محتسب سره رابطه وكړه، محتسب بینکونو ته سپارښتنه وكړه چې د صارفینو روپۍ بيرته وركړي۔