په معاشي هلو ځلو كښې د مېرمنو ګډون سره به معاشي چارو كښې لا بهتري راشي۔ د صدر ډاكټر عارف علوي د ګرلز ګائيډ اېسوسي اېشن هيډ کوارټر كښې خطاب

image
APP31-251023 ISLAMABAD: October 25 - President Dr Arif Alvi addressing the 12th All Pakistan Camp of Pakistan Girl Guides Association (PGGA). APP/TZD/FHA

اسلام آباد 25 اکتوبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي پي ډي اېم ايز ،ريسکيو ادارو ، ګرلز ګائيډز او په بوائز سکائوټس زور رواړے چې ھغوي دې د ګرد هېواد په پوهنتونونو، کالجونو او سکولونو كښې زده كوٶنكو ته د کارډيك پلمونري ريسسي ټيشن (سي پي آر) او ابتدائي طبي مرستې تربينه باوري كړي دغسې چې د هر ډول ناګهاني او د پېښو په صورتحال كښې قېمتي ځانونه بچ كړے شي، په معاشي هلو ځلو كښې د مېرمنو ګډون سره به معاشي چارو كښې لا بهتري راشي، د ټولنې او رياست ذمه واري ده چې مېرمنې په عملي ژوند كښې د ځورونې څخه محفوظ كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ په ګرلز ګائيډ ايسوسي اېشن هيډ کوارټر كښې د دولسم آل پاکستان کېمپ پائې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع په كېمپ كښې ګډون كوٶنكو ملي نغمې او د تربيې په عمل محيط ټېبلو هم وړاندې كړل ۔ صدر مملکت ووئيل مېرمنې د كورنۍ اېنكر وي ٬ زمونږ د هېواد كورنۍ اوس هم مضبوطې دي٬ مېرمنې په معاشي هلو ځلو كښې راوړاندې كېږي كومه چې خوشبينه خبره ده۔ صدر مملكت ووئيل په غزه كښې 40 فيصده ماشومان ګېر دي٬ دغه هم ياد ساتل پكار دي٬ هلته د اسرائيل ځواكونه ماشومان په نخښه كوي٬ ده ووئېل دغه ماشومانو سره سره خپل خوا اوشا كښې يتيماو او بې وزله كوچنيانو سره خواخوږي هم لازمي ده۔ په دې موقع د ګرلز سکاوټس کمشنرې ماريه صابري د ګرلز سکاٶټس جوړېدو٬ د كېمپ په مهال په هلو ځلو او نورو چارو رڼا واچوله

مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال
متعلقہ مضامین
مزید خبریں