اسلام آباد۔15اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير مرتضی سولنګي وئيلي دي چې سي پېك د ميليونونو پاكستانيانو په ژوند نه ختمېدونكې اغېزې مرتب كړې دي٬ سي پېك زمونږ اولس لپاره د پرمختګ نوې لارې پرانستلې دي٬ پاكستان او چين د دې همكارۍ لا مضبوطو عزم لري٬ سي پېك به نه يوازې په چين او پاكستان بلكې ايران ٬ افغانستان د او منځنۍ آسيا په شمول په ګرده منطقه مثبت اثرات ولري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ د “سي پېك اېنډ مائي لائف” په سرخط سيمينار ته خطاب كښې وكړه۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ په بېلټ اېنډ روډ فورم كښې ګډون كولو له د چين په دوره روانېږي۔ په چين كښې د پاكستان او چين ترمينځه د اعلی مشرتابه ترمينځه كېدونكو ملاقاتونو كښې به دوه اړخيزه اړيكې لا نوې دنګو بامونو ته رسولې شي۔ ده ووئيل سي پېك د ميليونونو پاكستانيانو په ژوند نه ختمېدونكې اغېزې مرتب كړې دي٬ په لاهور كښې اورنج ترېڼ ٬ سندھ كښې تھر كول او بلوچستان كښې د ګوادر په څير منصوبو اولس ته زياته ګټه رسولې ده۔ ده ووئيل پاكستان سرمايه كارو لپاره خصوصی سرمایه کاری سهولت کونسل جوړ كړے دے۔ ده ووئيل چین پاکستان اقتصادی راهداری (سی پېک) په ګلوبلائزډ نړۍ كښې اقتصادي پرمتخګ پلو سفر دے۔ دا د ”آئیډیل امن او پرمختګ ټولو لپاره” په ماډل اډانه لري۔ سیمینار ته خطاب كښې خارجه سېكتر سائرس قاضی ووئيل سی پېک د صدر شی د بی آر آئی د فلیګ شپ منصوبې په توګه د پاكستان او چين ترمينځه د ستراتيجيكي همكارۍ سمبول دے۔ ده ووئيل سي پېك اقتصادي او تجارتي اړيكې زمونږ د سياسي اړيكو برابر كولو له د دواړو هېوادونو د ګډې هڅو نتيجه ده۔ سائرس قاضي وويل سي پيک په سيمه ايز اتصال کښې يو نوى بنياد کېښودو او د چين سره سره ټولې سيمې لپاره د اقتصادي پيوستون موقعې زياتوي۔ د بهرنیو چارو سېكتر ووئيل په سینکیانګ کښې د چین او پاکستان پولې څخه د کراچۍ او ګوادر ژورو سمندري بندرونو پورې په تیرو لسو کلونو کښې د پاکستان اقتصادي منظره بدله شوې ده۔ ده ووئيل چې د سي پېك په مرسته زمونږ انفراسټركچر اپ ګرېډ كړے شو۔ نوموړي د سيمينار ګډونوالو ته وويلچې پاکستان او چين د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ لپاره ځانګړې وركنګ ډله جوړه کړې ده چې د روزګار پيدا کولو، د بې وزلۍ له منځه وړلو او د کليوالو او وروسته پاتې سيمو د بيا رغولو لپاره به د بنيادي اسانتياوو برابرول باوري كوي۔ ده ووئيل د پاکستان او چين د دواړو هېوادونو اصل هدف ګوادر ته د سوداګرۍ او اتصال د سيمه ييز مرکز په توګه وده وركول دي او دا منځنۍ آسيا او ختيزې آسيا سره تړل دي۔ ده ووئيل دومره سترې منصوبې لپاره مضبوط سياس او اولسي ملاتړ ضروري دے۔ له دې كبله ميډيا دې د سي پېك كاميابۍ په ډاګه كړي۔ په پاکستان کښې د چین سفیر جینګ ژیډونګ هم سیمینار ته وینا وکړه او د پاکستان په ملګرتیا کښې یې د سی پیک د پرمختګ لپاره د خپل هیواد چمتووالی څرګند کړ۔ د چین سفیر وویل مونږ تیار یو چې په راتلونکو لسو کلونو کښې د سی پیک پروژې ته وده ورکولو لپاره پاکستان او پاکستاني اولس سره په ګډه كار وكړؤ۔ ده ووئيل پاكستان او چين په ګډه سي پېك كورېډور د مينه او امن راهداري جوړولې شي۔ ده ووئيل د صنعت ٬ كركيلې ٬ سائنس او ټېكنالوجۍ او آئي ټي په څانګو كښې همكاري زياتېدې شي چې ورسره به سي پېك كښې د يو نوي باب اضافه وشي كوم به چې د دواړو هېوادونو اولس يو بل ته نزدې كړي۔ په دې موقعه ګوادر سره تعلق لرونكي منیر احمد ندوزئی ووئيل سي پېك ځانګرې تړون رامخې ته كړې دې۔ په بلوچستان كښې د ورځو سفر يو څو ساعتونو ته راغلې دې۔