سرفراز احمد بكټي سره پخواني وفاقي وزير مير چنګيز خان جمالي وليدل

image

اسلام آباد 25ستمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو لنډ مهاله وفاقي وزير سرفراز احمد بګټي وئېلي دي چې د بلوچستان د مسئلو حل لپاره په ترجيحي بنيادونو كار كوو۔ د ګل په ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې لنډ مهاله وفاقي وزير سرفراز بګټي سره پخواني وفاقي وزير مير چنګيز خان جمالي ملاقات كړې۔ مير چنګيز خان جمالي سرفراز بګټي ته د داخله وزير په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركړه۔ په ملاقات كښې د هېواد او په خاص توګه د بلوچستان په پرمختګ او د امن او امان په صورتحال تفصيلي خبرې اترې وشوې۔ داخله وزير ووئيل چې د بلوچستان مسئلو حل لپاره په ترجيحي بنيادونو كار كوو۔په ملاقات كښې د سېلاب ځپليو بحالۍ له په پورته كېدونكو ګامونه هم خبرې وشوې۔ مير چنګيز خان جمالي ووئيل چې شهداد كوټ – كشمور روډ دې سي پېك پروژو كښې شامل كړې شي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں