په ګورننس كښې بهترۍ لپاره د سول ادارو كاركردګي پرله پسې ښه كوٶ۔ لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق کاکړ

image

اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي چې په ګورننس كښې بهترۍ لپاره د سول ادارو كاركردګي پرله پسې ښه كوٶ٬ د برېښنا غلا٬ ذخيره اندوزۍ او د قاچاق مخنيوي لپاره په ټولو صوبو كښې ښه كار روان دې٬ چرته چې ضرورت وي د پوځ خدمات به ترلاسه كولې شي٬ د برېښنا غلا مخنيوي لپاره اقدامات لا موثره كولو ته اړتيا ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د برېښنا غلا٬ ذخيره اندوزۍ او د قاچاق مخنيوي پحقله د غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ وزيراعظم ووئيل لنډمهاله حکومت به د ګورننس پحقله خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي٬ د ذخيره اندوزۍ، ګرانۍ او د قاچاق پحقله صوبو او اړوند ادارو سره په ګډه لائحه وضع كړې شوه دې٬ خلقو دا تاثر لرلو چې دا د يوې اوونۍ يا يو څو ورځو كمپائن دې خو زه دا واضح كول غواړم چې دا د اوونۍ دوو خبره نه ده٬ د پاكستان د اقتصادي حالت پحقله اقدامات به جاري وي۔ وزيراعظم ووئيل په تېرو څو ورځو كښې چې د ذخيره اندوزۍ، ګرانۍ٬ شرح مبادله او د برېښنا د غلا په ضد كوم اقدامات كېږي د دې لا موثره كولو ته اړتيا ده٬ اړوند او قانون نافذ كوٶنكو ادارو خپل كار پېل كړې دې٬ وړومبې دا معلومه نه وه چې دا د چا كار دے ٬ د دې رجحان بدلولو ته اړتيا ده، بېورو کرېسي، پوليس او اړوند ادارې به په ګډه كار كوي او ګورننس لپاره چې كوم ځاې هم ضرورت وي د پوځ خدمات به ترلاسه كولې شي كومه چې يوه بهترين او منظم اداره ده٬ دې سره سره به د سول ادارو كاركردګي ښه كولې شي كوم چې د وخت ضرورت دے٬ د سول ادارو د كار استعداد كښې اضافې سره به د دوي كاركردګي او كردار كښې ښه والې راشي۔ وزيراعظم ادارو له خپل اپروچ ښه كولو او د وسائلو كارولو په ضرورت زور رواړولو سره ووئيل چې په څلورو واړو صوبو كښې د حكومتي اقداماتو ښې نتيجې رامخې ته كېږي، چيف سېكتران او آئي جيز ښه كار كوي، د ذخيره اندوزۍ او د قاچاق په ضد په خاص توګه بلوچستان او خېبرپښتونخوا كښې بهترين اقدامات شوې دي، آئي بي په دې لړ كښې ډېر اهم كردار لري۔ ده د ګورننس بهترۍ او د قاچاق او ذخيره اندوزۍ په ضد د هلو ځلو كوټلې كولو په ضرورت زور رواړولو سره ووئيل چې په دې لړ كښې اجتماعي هڅو ته اړتيا ده

مضمون کا ماخذ : گنہادورس دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں