نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ سره د نړيوال بينك كنټري ډائريكتر ناجے بن حسين ملاقات

image

اسلام آباد۔11ستمبر(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ سره د نړيوال بېنك كنټري ډائرېكتر ناجے بن حسېن ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د خزانې نګران وفاقي وزيره شمشاد اختر هم موجود وه۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان لمخې په دې موقعه خپلو خبرو كښې وزيراعظم انوار الحق كاكړ ووئيل نړيوال بېنك د پاكستان د وروستو پاتې سيمو او په خاص توګه د بلوچستان د لرې پرتو سيمو پرمختګ لپاره مهم كردار ترسره كوي٬ د حكومت اولنۍ ترجيح ورستو پاتې سيمې د هېواد د نورو برخو په څير د پرمختګ په لاره روانول دي۔ وزیرِ اعظم ووئيل نړيوال بېنك د كال 2022 سخت سېلاب د لاسه د ځپلې شويو خلقو مرسته او بحالۍ كښې خپل كردار ترسره كړو۔ ده ووئيل په ځپليو سيمو كښې د بحالۍ كار زر تر زره بشپړ كولو كښې به حكومت هر ډول ممكنه انتظامي مرسته كوي۔ناجے بن حسېن وزیرِ اعظم د بلوچستان ورستو پاتې سيمو پرمختګ ٬ په سندھ كښې د سېلاب ځپليو بحالۍ كارونو او په جنېوا كښې د نړيوال بېنك لخوا سېلاب ځپليو لپاره د اعلان كړې شوې مرستې رقم حوالې سره د پېشرفت په اړه خبر كړو۔

مضمون کا ماخذ : prêmios raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں