پاكستان يو عظيم هيواد جوړولو له به پام د زده كړو آسانۍ وركولو او بې وزلۍ ختمولو پلو ګرځول وي ٬ د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي قائد اعظم محمد علي جناح ته د عقيدت پيرزوينې

image

اسلام آباد۔11ستمبر(اے پی پی) صدر مملکت ډاکټر عارف علوی د پاکستان مؤسس قائد اعظم محمد علی جناح ؒ ته د هغه د تلين په موقعه په غوره ټكو كښې د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې پاكستان يو عظيم هېواد جوړولو له به بشپړه پام د زده كړوه آسانيو وركولو او د بې وزلۍ ختمولو پلو ګرځول وي۔ صدر مملكت د بابائے قوم قائد اعظمؒ د تلين په موقعه خپل پېغام كښې ووئيل په دې ننۍ ورځ د يو نوي اسلامي فلاحي رياست جوړولو عزم پخلې كوؤ۔ ده ووئيل قائد اعظم(رح) د امن ٬ مساوات ٬ د قانون سرلوړۍ ٬ معاشي او سماجي انصاف او د اقليتونو د حقونو وكالت وكړو٬ په ننۍ ورځ ټول پاكستانې اولس د نيمې اوچې عظيم لارښود قائد اعظم محمد علي جناح (رح) ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوي۔ ده ووئيل د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ له به د قائد اعظم په زرينو اصولو عمل كول وي۔ ده ووئيل د قائد اعظمؒ د وژن لمخې د هېواد بې وزله طبقو په شمول د مېرمنو او ځوانانو خېر ښېګړې له كار كولو ته اړتيا ده۔ صدر مملكت په دې موقعه د قائد اعظم محمد علی جناحؒ لوړو درجو لپاره دعا هم وكړه۔

مضمون کا ماخذ : raspadinha resultados
متعلقہ مضامین
مزید خبریں