لاهور 09 ستمبر (اے پي پي) د مذهبي چارو نګران وفاقی وزیر انیق احمد وئيلي دي چې د قرآن توهین به په هيڅ صورت زغملے نشي،بايد كوم هم خبر غیر د تصدیق ونه چلولې شي، د مسالك علمی اختلاف دې د حق او باطل معرکه جوړه نه كړې شي، علمائے کرام زمونږ د سرونو تاج دي،د علماﺀ كرامو مسئلې دې تر علماﺀ وساتلې شي، علماﺀ دې په منبر د اتحاد خبره وكړي، سرکاری حج خرڅونه به نه شي زياتولې،هڅه كوو چې راروان كال لپاره د سرکاری حج خرڅونه كم كړې شي۔د دې خيالاتو خرګندونه ده د خالي په ورځ جامعه نعیمیه ته راتګ په موقع علامه راغب نعیمی سره ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔دې څخه وړاندې نګران وفاقی وزیر ته جامعه نعیمیه ته په راتګ علامه راغب نعیمی هركلے ووئيلو۔ نګران وفاقی وزیر په خپله وينا كښې ووئيل سباؤن رښانه دې ، صبر څخه دې كار واخسلې شي وزیراعظم د وژن له مخې كار كوي۔ده ووئيل هڅه كوو چې داسې ګامونه پورته كړې شي چې ورسره د تللو نه پس وګړي مونږ په ښه ټكو كښې ياد كړي۔