پاکستان په مراکش كښې د زلزلي له امله په شوي زيان د مراکش حکومت او اولس سره د يووالي څرګندونه

image

اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) پاکستان په مراکش كښې د زلزلي له امله په شوې مالي او ځاني زيان د غم دړد او يووالي خرګندونه كولو سره وئيلي په دې سخت وخت كښې د پاکستان اولس او حکومت د مراکش حکومت او اولس سره ولاړ دې۔د خارجه دفتر وياندي زهره بلوچ د خالي په ورځ خپل يو بيان كښې وئيلي چې د پاکستان اولس او حکومت د مراکش حکومت سره ولاړ دې او د زلزلي له امله په شوي مالي او ځاني زيان د غم دړد او يووالي څرګندونه كوو۔ده ووئيل د پاکستان حکومت مراکش د خپلي مرستي د وړانديز څخه خبر كړې دې۔وياندي ووئيل په رباط كښې د پاکستان سفارت خانے د پاکستانی کمیونټۍ حفاظت په اړه رابطه هم شوې او ابتدائی اطلاعاتو له مخې د پاكستان ټول وګړي محفوظ دي۔وياندي ووئيل د دې پېښې په تناظر كښې خارجه وزارت د صورتحال نګرانی روانه ساتلي۔

مضمون کا ماخذ : loteria de Minas Gerais
متعلقہ مضامین
مزید خبریں