پېنډۍ ۔18اګست(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضی سولنګي د جمعې په ورځ په پېنډۍ كښې د قومي اسمبلۍ پخوانۍ غړې طاهره اورنګزېب استوګنې ته لاړو او دغلته يۍ د مسلم ليګ (ن) وياندې او د اطلاعاتو پخوانۍ وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب سره ملاقات وكړو۔ پخوانۍ وفاقي وزيرې مرتضی سونلګي ته د اطلاعاتو په نګران وفاقي وزير غوره كېدو مباركي ور كولو سره ده لپاره د نبكو هيلو څرګندونه وكړه۔ نګران وفاقي وزير د مريم اورنګزېب كورنۍ او ماشومانو سره هم ملاقات وكړو۔ په دې موقعه وفاقي وزير مريم اورنګزېب ته تر 16 مياشتو د اطلاعاتو وزارت ذمه وارۍ په غوره ډول ترسره كولو مباركي وركړه۔ ده ووئيل پېمرا (ترمیمی) بل 2023ء په زړه پورې قانون سازي ستا د جمهوري مزاج او د مشاورت د هنر كمال په ډاګه كوي۔ ده ووئيل مريم اورنګزېب چې د كاركردګۍ كوم معيار په ځايې كړې هڅه به وي چې هغه دغسې روان وساتلے شي۔ نګران وفاقي وزير مريم اورنګزېب سره د هېواد په مجموعي وضعه او د اطلاعاتو او خپرونو وزارت سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دې څخه وړاندې د طاهر اورنګزېب استوګنې ته په راتللو مريم اورنګزېب سره د خپلې مور او د كورنۍ نورو كسانو وفاقي وزير ته هركلې ووې او ده ته يۍ ګلدسته وړاندې كړه۔ نګران وفاقي وزير د نېكو هيلو په څرګندونه او مباركۍ د طاهر اورنګزېب ٬ مريم اورنګزېب او نورو مننه وكړه۔