د روپۍ په قدر كښې بهتري ٬ په سټاك اېكسچېنج كښې كاروبار كښې زياتوالې ٬ د افراط زر په شرح كښې كمې ٬ د معيشت بهترۍ لپاړه د حكومتي اقداماتو نتيجې رامخې ته كېدل پېل شوي دي٬ د خزانې وفاقي وزير

image

اسلام آباد۔3جولائی(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي په اوپن ماركيټ كښې د روپۍ په مقابله كښې د ډالر قيمت 270 څخه 272 روپۍ ته راغلې دې۔ د ګل په ورځ سېنېټر اسحاق ډار په خپل ټويټ كښې ووئيل د ډالر په مقابله كښې د روپۍ په قدر كښې بهتري راروانه ده۔ ده اولس ته مباركي وركولو سره ووئيل په پاکستان سټاک اېکسچېنج كښې د كاروبار په اولنۍ ورځ د 2334 پوائنټس اضافه وشوه٬ د مئي په مقابله كښې په جون كښې د افراط زر شرح تر 29.4 فیصده راغله۔ ده ووئيل دا شرح مئی 2023 كښې 38 فیصده ريكارډ كړې شوې وه۔ د خزانې وفاقي وزير ووئيل حکومت د معیشت بهترۍ لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات كوي چې نتيجې يۍ رامخې ته كېدل پېل شوي دي

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ جیتنے کے طریقے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں