شهباز شريف د لوي اختر په موقع د ګرد هېواد په ټولو لويو ښاريو كښې د صفائۍ د بهترين انتظاماتو ستائنه وكړه

image

لاهور 01 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې د لوي اختر په موقع د پاکستان په ټولو لويو ښاريو په خاص توګه لاهور كښې د صفائۍ د بهترين انتظاماتو په سبب اولس د سنت ابراهيمي په ښه ډول او د كوم تكليف نه غېر ترسره كړې دي، د ګرد پاکستان ويسټ مينجمنټ کمپنۍ په خاص توګه د لاهور ويسټ مينجمنټ کمپني، وزيراء اعلي، چيف سيکټريز او د ضلعي انتظاميه په دې لړ كښې هڅې د ستائنې وړ دي۔ د خالي په ورځ خپل ټويټ كښې ده ووئيل زه د سالډ ويسټ مينجمنټ کمپنيو او د انتطاميې د ھغه اهلكارو هم په خاص توګه ستائنه كوم چې لوے اختر د خپلو مينه والو نه لري٬ په وظيفه ترسره كولو كښې تېر كړې او خپلې ښاريې ئې د بوئ او ګندګۍ نه پاك كړي، زه د پاكستاني اولس هم مننه كوم چا چې د انتظاميې په غږ لبېك وئيلي او د وي په مرسته دا هر څه ۍ ممكن كړي

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی گائیڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں