اسلام آباد 29 جون (اے پي پي) لنډمهاله صدر صادق سنجراني د لوي اختر د بركتي او خوشحالۍ ورځ په موقع قام له مباركي وركولو سره وئيلي چې لوے اختر د حضرت ابراهيم عليه السلام د پاك پروردګار د اطاعت او د حضرت اسماعيل عليه السلام د تسليم او رضا په زړه پورې مثال وړاندے كوي كومو چې د اطاعت او قربانۍ يو داسې لازوال روايت جوړ كړے چې پېروي به ئې تر قيامته جاري وي٬ د قربانۍ دا جذبه د يو عالمګير حېثيت وړ ده٬ د نړۍ يو قام تر ھغه وخته ترقي نشي كولې تر څو چې په ھغوي كښې د ايثار او قربانۍ جذبه نه وي۔ د لوي اختر د مباركۍ خپل پېغام كښې صادق سنجراني ووئيل مونږ له به ټول مفادات٬ ترجيحات او تعصبات شا ته كولو سره د هېواد او قام پرمختګ٬ سوكالۍ او اجتماعي خېرښګړې لپاره په ګډه كار كول وي٬ اوس وخت راغلے چې مونږ د سياسي تړون نه پرته د هېواد او قام ترقۍ او سوكالۍ لپاره د ګډې تګلاره خپله كړو٬ دا هېواد د لازوال قربانيو٬ صبر ٬ زغم او استحكام په نتيجه كښې وجود موندلے، مونږ ټولو له د دې هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره يو موټې كېدل پكار دي۔ لنډمهاله صدر صادق سنجراني ووئيل د لوي اختر خوشحالۍ لمانځلو سره مونږ له د خپلو ھغه وروڼو او خوېندو خاص خيال ساتل پكار دي كوم چې د حالاتو د جبر ښكار كېدو سره په معاشي توګه شا ته پاتې شوي٬ په دې خوشحالو كښې د وطن معمار٬ شهيدان او محافظ هم ياد ساتل پكار دي