اسلام آباد۔9جون (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې فائيو- اې فريم ورک به د پاکستان د اقتصادي پرمختګ لپاره يو ګيم چينجر وي، برآمدات، ای پاکستان، د اوبو او خوراک تحفظ، ماحوليات، انرژي او اېكوېټي ټرن اراؤنډ د پاكستان ستنې دي۔ د دې فرېم ورك د لارې به برآمدات زياتولو له د نوې کاروبارونو او روزګار ډاډګيرنه وشي۔ د تعلیم او روغتیا ودې او په آبادۍ قابو موندلو سره به د پاكستان د پرمختګ لاره هواره شي۔ د جمعې په ورځ په خپل ټويټ كښې دې ووئيل چې د ارزان او پرله پسې توان رسولو سره به اقتصاد او سوداګرۍ كښې تندي رامخې ته شي۔ دي ووئيل د اي پاكستان د لارې به ځوانانو ته د وړاندې تللو نوې موقعې وزكړؤ۔ دوئي به په خپلو پښو ودرولې شي۔ دې ووئيل د جي ډي پي لحاظ سره د فسكل خساره 4.9 فیصده څخه كمېدو سره 4.6 فیصده ته راتلل لويه كاميابي ده ٬ دا د حكومت د درست معاشي پالېسۍ مثبته نتيجه ده۔ دې ووئيل كرنټ اكاؤنټ خساره كښې 76 فیصده كمې د سمې معاشي پالېسۍ علامت دے ، تجارتی خساره كښی 40.4 فیصده كمې د معاشي اقداماتو درستګي څرګندوي۔ وفاقی وزیرې ووئيل د تجارتي خساره 43.4 اربه ډالره څخه كمېدو سره 25.8 ارب ډالره ته راتلل بهترۍ پلو د تللو پېل دے۔ دې ووئيل په درآمداتو كښې 29.2 فیصده كمې شوې دې چې ورسره په معاشي صورتحال ښه اثرات مرتب شوي دي۔ دې ووئيل د 72.3 اربه ډالره په مقابله كښی د درآمدات 51.2 اربه ډالره ته راتلل معاشي بهترۍ پلو يو ګام دے۔ دې ووئيل د تېر مالي كال 5 زره 348.2 اربه روپو په مقابله كښی 6210 اربه روپۍ ټېكس ريونيو جمع شوه۔ د روان مالي كال په اولنو 9 مياشتو كښې د 7 لکه اېف بی آر ټېکس وركوؤنكو هدف په مقابله كښې نزدې 9 لکه 12 زره نوې ټېكس وركوؤنكي رجسټرډ كړې شوي دي۔ دا په ټېكس نېټ كښې د زياتوالي ثبوت دے۔ دې ووئيل د 1.15 ټرېلین روپو وفاقی پرمختيائي بجټ مختص كېدو سره به په هېواد كښې معاشي هلې ځلې ګړندۍ او روزګار زيات شي۔