اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي)د ايوي اېشن وفاقي وزير خواجه سعد رفيق په مشرۍ كښې د شورو په ورځ په ايوي اېشن وزارت كښې غونډه وشوه۔په غونډه كښې د ايوي اېشن سېكرټري او نورو افسرانو ګډون وكرو۔په غونډه كښې د ايوي اېشن په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه او په ايوي اېشن څانګه كښې ښه والي راوستلو لپاره په اقدامات هم غور شوے ۔په غونډه كښې د نېشنل ايوي اېشن پالېسۍ ته حتمي شكل وركولو ته اتفاق راغلے ۔په دې موقع وفاقي وزير حج كوونكو ته د هر ډول ممكنه آسانۍ په وركولو زور راوړو