په ګېلرۍ كښې د وزارتونو اړوند چارواكي بايد موجود وي٬ د قامي اسمبلۍ سپيكر

image

اسلام آباد۔23مئی(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف وئيلي دي په ګېلرۍ كښی د وزارتونو اړوند چارواكي بايد موجود وي۔ د نهې په ورځ په قومي اسمبلۍ كښې اي او بي آئي څخه د استفاده كوؤنكو وګړو په پنشن كښې د اضافې نه كېدو په اړه د عاليه كامران د پام راګرځونې په نوټس سپيكر راجه پروېز اشرف ووئيل په ګېلرۍ كښې د وزارتونو اړوند چارواكي بايد موجود وي٬په دې اړه دې څخه وړاندې هم هدايات جاري كړې شوي۔ ده ووئيل بيا لپاره كه كوم اړوند افسر په ګېلرۍ كښې موجود نه وي نو په ضد به يۍ كارروائي كولې شي۔ دې څخه وروستو سپيكر د اړوندو افسرانو د غېر موجودګۍ له امله د پام ګرځونې نوټس موخر كړو

مضمون کا ماخذ : números dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں