د سعودی خارجه وزارت په كابل كښې په پاكستاني سفارت د بريد سخته غندنه

image

اسلام آباد۔3 دسمبر(اے پی پی)د سعودي عربستان د خارجه چارو وزارت په افغان پلازمينه كابل كښې د پاكستان په سفارت د بريد په سختو ټكو كښې غندنه كړې ٬ د پاكستان حكومت او اولس سره يۍ د بشپړ يو والي څرګندونه كړې او د ترهګرۍ او تشدد ټولو صورتونو غندنې له يۍ د خپل لوظ پخلې كړې دې۔ د خالي په ورځ په ټويتر د سعودي خارجه وزارت لخوا په جاري شوي خبر پاڼه كښې وئيلې شوي دي چې سعودي عربستان په افغان پلازمينه كابل كښې د اسلامي جمهوريه پاكستان په سفارت د وسله وال بريد په سختو ټكو كښې غندنه كوي په كوم كښې چې د پاكستان ناظم الامور قتل كولو ناكامه هڅې شوې وه۔ د سعودي د بهرنيو چارو وزارت د تشدد او ترهګرۍ ټولو شكلونو غندنه كولو سره په د دې په اړه د خپل مضبوط لوظ پخلے هم وكړو۔ ده ووئيل سعودي عربستان ترهګرۍ سره د مخ هېواد پاكستان او د دې اولس سره د يو والي څرګندونه كول دي۔

مضمون کا ماخذ : راکی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں