د پاك پوځ سرلښكر په ضد ناوړه كمپائن د حقائقو په ضد ٬ ښكاره دروغ او په بدنيتۍ اډانه دے٬ بې لاره كوؤنكې شمېرې د مفروضو په بنياد زياتولو سره وړاندې كولې شي٬ آئي اېس پي آر

image

پېنډۍ ۔27نومبر (اے پی پی) د پاك پوځ د عامو اړيكو څانګې (آئی اېس پی آر) د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه په ضد ناوړه كمپائن د حقائقو په ضد ٬ ښكاره دروغ او په بدنيتۍ اډانه ګرځولو سره وئيلي دي بې لارې كوؤنكې شمېر د مفروضو په بنياد زياتولو سره وړاندې كولې شي۔ د آئی اېس پی آر لخوا جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې د آرمي چيف جنرال قمر جاوېد باجوه او د ده د كورنۍ د اثاثو په اړه په سوشل ميډيا بې لارې كوؤنكې شمېرې شيئر كړې شوې دي۔ يوې خاص ډلې زياتې چالاكۍ او بد ديانتۍ سره د جنرال باجوه د اينګور د پلار او د هغه د كورنۍ اثاثې د پوځ سرلښكر او د ده كورنۍ ته منسوب كړې دي۔ آئي اېس پي آر ووئيل چې دا سراسر غلط تاثر وركولے شي چې دا اثاثې د پوځ سرلښكر په 6 كلن دور كښې د ده د اينګور د پلار كورنۍ جوړې كړې۔ دا ښكاره دروغ ٬ د حقائقو په ضد او بدنيتۍ اډانه خبره ده۔ ده ووئيل د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه ٬ د ده د كورودانې او كورنۍ هره يوه اثاثه په اېف بي آر كښې ډكلېئرډ ده۔ دې او د ده كورنۍ باقاعدګۍ سره ټېكس ريټرن فائل كوي۔ د هر يو وګړي په څير د پوځ سرلښكر او د ده كورنۍ هم ټېكس چارواكو ته د خپلو اثاثو په اړه ځواب وركوؤنكې ده۔

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کا انعام
متعلقہ مضامین
مزید خبریں