پاكستان كښې د اروپائي ائتلاف سفير اينډ رولاكامينارا د پيرا اولمپئين حېدر علي او پاكستان له مباركي وركړه

image

اسلام آباد03 ستمبر(اے پی پی) پاكستان كښې د اروپائي ائتلاف سفير اينډ رولاكامينارا د پيرا اولمپئين لوبغاړي حېدر علي او پاكستان له مباركي وركړې۔په خپل يو ټوېټ كښې سفير د ټوكيو پيرا اولمپيكس د نارينو ډسكس تهرو سيالو كښې د تمغه ترلاسه كونكې پاكستاني پيرا اولمپين حېدر علي عكس هم شيئر كړے۔په خپل ټوېټ كښې ده ووئيل په اولمپكسكښې تمغې ترلاسه كونوكې ټولې لوبغاړي د احترام وړ دي ۔پاكستاني پيرا اولمپين حېدر علي ټوكيو پيرالمپكس كښې ډسكس تهرو مقابلو كښې د سر زرو تمغه په ګټولو تاريخ رقم كړے۔ټوكيو كښې روان پيراولمپكس كښې د سړو ډسكس تهرو مقابلو كښې پاكستاني 36 كلن حېدر علي 55.26 ميټر تهرو ويشتلو كښې وړومبے پوزېشن ترلاسه كړے

مضمون کا ماخذ : ڈوپلا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں