د هېواد اقتصادي او معاشي پرمختګ لپاره اداره جاتي اصلاحات ډېر اهميت لري۔ اسد قېصر

image
APP34-240821 ISLAMABAD: August 24 - Advisor to Prime Minister on Institutional Reforms and Austerity Dr. Ishrat Hussain called on Speaker National Assembly Asad Qaiser. APP

اسلام آباد24اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي ادارې زياتې مستحكمې٬ ګټورې او اولسته د معياري خدمات وركولو جوګه كولو لپاره اداره جاتي اصلاحات د وخت مهم ضرورت دے٬ په سركاري ادارو كښې د اصلاحاتو نه غېر د فلاحي رياست خوب نشي رښتيا كېدے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اداره جارتي اصلاحاتو او كفايت شعارۍ لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر عشرت حسېن سره په خبرو كښې كړې چا چې د نهې په ورځ دوي سره ملاقات كولو ۔ اسد قېصر ووئيل د کفايت شعارۍ او سخت مالياتي نظم او ضبط خپلولو امر په نتيجه كښې د قامي اسمبلۍ سېكټرېټ پخپلو خرڅونو كښې ډېر كمے او په تېر مالي كال كښې د 38.9 مېليونه روپو تاريخي بچت كړےكوم چې په قامي خزانه كښې جمع كړے شوے۔ په دې موقع د وزيراعظم صلاحكارډاکټر عشرت حسېن کفايت شعارۍ لپاره اقدامات او د اولس پېسه بچ كولو لپاره د سپيكر د خاص هڅو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل موجوده حكومت په ادارو كښې اصلاحات لپاره په پاليسو جوړولو عمل كوي۔ ده ووئيل په ادارو كښې اصلاحات سره به هېواد كښې د معاشي او اقتصادي پرمختګ نوے دور پېل شي

مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں