د سوات٬مالاكنډ او نورو سيمو معدني دولت پكار راوستلو لپاره ټېكنالوجۍ ترلاسه كولو لپاره هڅې روانې دي

image

اسلام آباد 28 جنوری (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د سوات٬مالاكنډ او نورو سيمو معدني دولت پكار راوستو لپاره جديده ټېكنالوجي ترلاسه كولو لپاره هڅې روانې دي او دا خبره به باوري كولې شي چې په سركاري محكمو كښې تر كلاس 4 خالي چوكۍ لپاره ځايې خلقو ته پام لرنه وكړې شي۔ده دا خبرې مالاكنډ ډويژن سره تعلق لرونكو د قامي اسمبلۍ غړو سره خبرو كښې وكړې كومو چې د ګل په ورځ ده سره ملاقات كولو۔په ملاقات كوونكو كښې د مواصلات وزير مراد سعيد٬د قامي اسمبلۍ غړي ډاكټر حېدر علي خان٬سليم رحمان٬صاحبزاده صبغت الله٬محبوب شاه٬محمد بشير خان٬جنيد اكبر او شېراكبر خان شامل وو۔د ملاقات په مهال خاص مرستيال نعيم الحق٬افتخار دراني٬د وزيراعظم وياند نديم افضل چن ٬ ملك عامر ډوګر او ارشد داد هم موجود وو۔د قامي اسمبلۍ غړو وزيراعظم په خپلو خپلو سيمو كښې د تعليم٬روغتيا٬برېښنا٬ګاز او د نورو ستونزو نه خبر كړو

مضمون کا ماخذ : فنکی پھل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں