د ساهيوال پیښه يو دړدمنده پیښه وه٬دې سره ټول پاكستانيان ځپلې شوي خو په دې پیښه بايد سياست ونه كړی شي

image

اسلام آباد 23 جنوري (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي د ساهيوال پیښه يو دړدمنده پیښه وه٬دې سره ټول پاكستانيان ځپلې شوي خو په دې پیښه بايد سياست اونه كړی شي٬د پېښې ذمه وارو له به سخته سزا وركولې شي۔د شورو په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر د اعتراض نكتې په ځواب خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل د مخالفې ډلې مشر يوه نكته پورته كړی وه٬دا ترسره شوې وه چې په فنانس بل به د خيالاتو څرګندونه كوو او بيا به فنانس بل وړاندې كولې شي خو هغه د ساهيوال پېښه پورته كړی۔ده ووئيل په دې پېښه ټول پاكستانيان ځپلې شوي۔دا يوه دړدمنده پېښه وه٬د دې پېښې هدايات د حكومت د اړخه نه وو وركړې شوي ٬حكومت د دې پیښې غندنه كړی٬ ده ووئېل دوه ورځې په دې پیښه په ايوان كښې بحث شوې٬دا پیښه اوس پورته كول مناسب نه وه۔د پنجاب اعلٰی وزير ټاكلې شوې٬د هغه په اړه ناوړه الفاظ مناسب نه دي٬كه د ټاكلې شوو نمائندګانو سپكاوې اوكړو نو دا به د جمهوري رواياتو خذمت نه وي۔ ده ووئېل اعلٰی وزير په موقع ورسېدلې وو٬وزيراعظم راپور غوښتلې جے آئي ټي خپل كار بشپړ كړې او د حالاتو او واقعاتو جاج اخستلو سره يې خليل او د هغه كورنۍ بې ګناه ګرځولې٬ ده ووئېل مونږ دا ګڼو چې هغوي قتل كړی شوي٬هغوي ترهه ګر نه وو٬تېر وخت كښې حكومتونو به د څيزونو پټولو هڅه كوله٬دې حكومت ھېڅ هم پټ نه دي ساتلې كوم هم سركاري افسر له به تحفظ نه وركوو٬ ده ووئېل ككړ كسانو له به سزا وركولې شي۔خارجه وزير ووئيل حقائق به قام او ايوان ته وړاندې كولې شي۔ده ووئيل پھ دې پیښه كښې د وژلې شوي ذيشان په اړه نورو پلټنو له كمېټۍ وخت غوښتې٬په دې معامله مېډيا ته د ان كيمره بريفنګ وركولو هم پريكړھ شوې دغسې چې اصل حقائق راوړاندې شي۔ شاه محمود قرېشي ووئېل د دې كيس مقدمه به د ترهه ګرۍ مخ نيوي عدالت كښې چلولې شي٬اعلٰی افسران د خپلو چوكو څخه اخوا كړی شوي ٬ټول حقائق به اولس ته وړاندې كولې شي او څه به هم پټ نه شي ساتلې٬ ده ووئېل د ماشومانو د كفالت او تحفظ لپاره به اقدامات كولې شي٬دا يوه دړدمنده پیښه وه٬دا بايد د سياسي پوائنټ سكورنګ لپاره استعمال نه كړې شي

مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا کے نتیجے میں پچھلے حصے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں