پاکستان سویټ ھومز بې وزله او بې آسرې ماشومانو له يو محفوظ ځائې دې چرته چې دوئي عزت او درناوي سره زده كړې ترلاسه كوي۔ د پاكستان بېت المال اېم ډي

image

اسلام آباد ۔ 13 جنوری(اے پی پی) د پاکستان بېت المال منېجنګ ډائرېکټر عون عباس وئيلي دي پاكستان سويټ هومز ماشومانو ته د كور په ډول چاپېرچل وركوي چرته چې دوئي عزت او درناوي سره ژوند كوي۔ د اتوار په ورځ يوه مركه كښې ده ووئيل دا مهال هېواد كښې 38 سویټ ھومز كار كوي او د روان كال په مهال به نور 26 سويټ هومز جوړولې شي۔ ده ووئيل پاکستان سویټ ھومز د بې وزله او بې آسرې ماشومانو لپاره يو محفوظ ځائې دې چرته چې دوئي عزت او درناوي سره زده كړې ترلاسه كوي۔ ده ووئيل زمونږ مشن دے چې يتيم او بې آسرې كوچنيان د ټولنې ګټور وګړي جوړ كړې شي۔ ده ووئيل سويټ هومز يتيمان او بې آسرې ماشومان د ناوړه سلوك او استحصال څخه بچ كولو له خپل كردار ترسره كوي۔ په سویټ ھومز كښې كوچنيان د زده كړو او لوبو په شمول په نورو مثبتو هلو ځلو كښې مصروف ساتلې شي دغسې چې د دوئي نفسياتي لارښودنه هم وكړې شي۔ ده ووئيل د تعليم بشپړ كېدو نه وروستو ددې كوچنيان کېریئر کونسلنګ هم كولې شي۔

مضمون کا ماخذ : خون چوسنے والے II
متعلقہ مضامین
مزید خبریں