وزيراعظم عمران خان به په يوه ورځنې سركاري دوره ﴿نن﴾ متحده عرب اماراتو ته ځي

image

اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان به په يوه ورځنې سركاري دوره ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ متحده عرب اماراتو ته ځي۔ وزيراعظم ته د دورې بلنه د ابوظهبي ولي عهد او د وسله والو ځواكونو سپريم كمانډر شېخ محمد زېد بن سلطان النهيان وركړې۔ خارجه وزير شاه محمود قريشي٬ د خزانې وزير اسد عمر٬ د پېټروليم وزير٬ د توان او تجارت سلاكاران به هم ده سره ځي۔ وزيراعظم به د يو اے اي ولي عهد پشمول اعلٰي چارواكو سره د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په دوه اړخيزه ٬ سيمه ايزو او نړيوالو چارو خبرې كوي۔ وزيراعظم به د متحده عرب اماراتو نائب صدر او وزيراعظم شېخ ممد بن راشد المكتوم سره هم ملاقات كوي۔

مضمون کا ماخذ : عظیم البینی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں