دې د كرپشن په ضد كاروائي ضرور وكړي خو وګړي دې بدنام نه كړي

image

اسلام آباد 31 اکتوبر (اے پي پي) د دفاع وزير پروېز خټك وئېلي دي چې نېب دې د كرپشن په ضد كاروائي ضرور وكړي خو وګړي دې بدنام نه كړي٬د پنجاب د ميټرو منصوبو د سټركچر قيمت دې راويستلې شي ٬ زمونږ د منصوبې لګښت كم دې مونږ د منصوبې لپاره د اربونو روپو بسونه اخستي دغسې د پنجاب ميټرو منصوبو كښې بسونه آؤټ سورس كړی شوي چرې هم د سي پېك مخالف نه يو خو په وړومبو دوه كلونو كښې مونږ له د منصوبې په اړه معلومات نه ؤ راكړی شوې ځكه مونږ په اے پي سي كښې شامل شوي ؤ او مونږ لوېديز روټ ترلاسه كړی۔د شورو پھ ورځ قامي اسمبلۍ كښې د دفاع وزير پروېز خټك په ذاتي وضاحت ووئيل چې ما چرې هم د سي پیك مخالفت نه دې كړی٬مسئله دا وه چې دوه كاله زمونږ صوبه خبر نه وه چې څه كېږي٬مونږ ټول ګونديز كنفرنس كښې د صوبې د نظرانداز كولو خبره كړې۔د دې نه پس لوېديز روټ شامل شوې٬زه به د خپلې صوبې د حقونو لپاره جنګېږم۔ده ووئيل بس ټرانزټ پروګرام او د اسلام آباد لاهور څخه د سټركچر قيمت راويستلې شي نو زمونږه كم دې٬مونږ د 9 اربه روپو بسونه اخستي٬د اسلام آباد ميټرو بسونه آؤټ سورسز و٬زمونږ په بي آر ټي كښې درې پاركننګ پلازې شامل دي۔ده ووئيل پنجاب كښې پھ ميټرو منصوبو سبسډي وركړی كېږي٬په بي آر ټي به يوه روپۍ سبسډي نه وركړی كېږي٬دا به لس كاله په ګټھ كښې وي پھ دې اړه دې مناظره وكړی شي۔ده ووئيل زما په ضد هم پلټنې روانې دي٬ما څه نه دي وئېلې۔ده ووئيل بايد نېب وګړي بدنام نه كړي٬دا د كرپشن په ضد جوړه شوې٬زه د كرايه په كور كښې مېشته يم٬زه كوم بنك بلينس نه لرم بايد مونږ

مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا اکومولڈا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں