پاكستان تحریك انصاف د 2018 ټولټاكنو لپاره د ګوند منشور اعلان كړو

image
APP27-09 ISLAMABAD: July 09 – Chairman Pakistan Tehreek-e-Insaf Imran Khan unveiling party manifesto for General Election 2018. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد 09 جولائی (اے پی پی) پاكستان تحریك انصاف د 2018 ټولټاكنو لپاره د خپل ګوند منشور اعلان كړے چې پكښې ځوانانو له د نوكرۍ وركولو ٬ ټيكسونو كمولو ٬ محصولات او برآمدات زياتولو سره درآمدات كمولو ٬ د ټيكسونو څانګې پرمختګ ٬ د اوبو ٬ روغتيا ٬ تعلیم٬ خارجه پالیسۍ٬ دفاع ٬ بډو اخستولو خاتمې پشمول سركاری ادارو كښې د اصلاحاتو ته پام لرنه شوې۔ د ګل په ورځ د خپل ګوند منشور اعلانولو سره د پاكستان تحریك انصاف چیئرمېن عمران خان ووئيل خېبر پښتونخوا يواځنې صوبه ده چرته چې بلدیاتی ادارو ته اختیارات منتقل كړې شوي او د پرمختيائي فنډز 30 فيصده برخه ئې بيله كړې۔ پولیس غیر سیاسی جوړولو او د اهلیت په بنیاد پیشه واره نظام نافذ كړې شوې ۔ د صحت بجټ كښې ئې يو په درې اضافه كړې ٬ 70 فیصده مستحقو كورونو له د صحت انصاف كارډ وركړې شوې او روغتونونو كښې د 5 زره كټونو اضافه شوې۔ ده ووئېل د تعلیم لپاره د كال 20 فیصده بجټ وركړې شوې، د اهلیت په بنیاد 57 زره استاذان بھرتی كړې شوي او 10 زره سكولونه ، 47 كالجونه او 10 پوهنتونونه جوړ كړې شوي۔ ده ووئيل خېبر پښتونخوا كښې يو ارب وني لګولې شوي۔ دغسې 168 نوي قوانین چې پكښې رائیټ ټو انفارمېشن او میډیكل ټیچنګ انسټی ټیوشنز ریفارمز اینډ هیومن رائیټ ایكټ شامل دي منظور كړې شوي۔ د انتظامی ډھانچې اصلاح په اړه ده ووئيل مونږ به نیب خپلواكه كوو او د كرپشن د ټولو مقدمو به پيروي كولې شي۔ مونږ به اولس خپلواكه كوو او بلدیاتی ادارو د لارې به اختیارات او پريكړې كول د كليو په كچه منتقل كولې شي۔ ده ووئيل مونږ به د پښتونخوا په ډول غیر سیاسی پولیس ماډل ټولو صوبو كښې معارفي كوو۔ عمران خان خپل منشور كښې ووئېل ښارونو له سمدستي او معیاری انصاف وركولو له به مونږ عدالتی اصلاحات له كوټلې پروګرام پيل كوو۔ د وفاق پاكستان استحكام په اړه د خپل منشور نكات بیانولو سره ده ووئيل انتظامی ډھانچې كښې كوټلې اصلاحات او اولسي خذمت د لارې به كراچۍ كښې انقلابی بدلون راوستلې شي۔ مونږ به فاټا پښتونخوا كښې د ضم كولو كار كامیابۍ سره ترسره كوو او خاص مالی وسائل به بيلولې شي۔ ده ووئېل بلوچستان كښې به مفاهمت ته وده وركولې شي، د جنوبی پنجاب صوبې تحریك به پورته كولې شي او ګلګت بلتستان له به نور اختیارات هم وركولې شي۔ ده ووئيل پنجاب ، سندھ ، پښتونخوا او بلوچستان پسمانده ضلعو څخه به غريبي ختمولو له خاص تګلاره خپلولې شي او د غريبۍ ختمولو موجوده هڅو ته به لا وده وركولې شي۔ د اقلیتونو حقونو تحفظ به باوري كولې شي او قامی معاملات كښې به د سمندر پورې پاكستانیانو كردار زياتولې شي۔ د ووئېل شراكتی معاشی پرمختګ په اړه عمران خان ووئيل مونږ به 10ملیونه نوكرۍ پيدا كوو، 50 لكهه كورونه به جوړولې شي، سیلګرۍ ته به وده وركولې شي ٬ صنعتونه به بحالولې شي او آئی ټی څانګې ته به وده وركولې شي۔ده ووئيل مونږ به اېف بی آر كښې اصلاحات معارفي كوو، ویلتھ فنډ جوړولو د لارې د ریاست په ملكیت كښې به د ادارو بحالۍ له اقدامات كولې شي۔ ده ووئيل مونږ به پاكستان كاروبار دوسته جوړو او دوه اړخيزه رابطو سره به سی پیك په ګیم چینجر بدلولې شي۔ عمران خان ووئېل مونږ به د توان په بحران قابو موندلو له ټرانسمېشن او ډسټری بیوشن نقصانات كمولو او كليو كښې د برېښنا وركولو لپاره به اقدامات كوو۔ده د زرعی څانګې پرمختګ او د اوبو ذخیره كولو په اړه ووئيل مونږ به د اوبو انتظام ښه كولو او د اوبو ضیاع مخنيوي له په سمدستي توګه بندونه جوړو او قامی واټر پالیسی نفاذ به باورې كولې شي۔ ده ووئيل د شخړو هوارې د اوبو مسئلې حل كولو له به هر ډول فورم استعمالولې شي۔ د پې ټې ائې چيرمېن عمران خان ووئيل مونږ به زراعت د كروندګرو لپاره ګټه وره جوړو، پیداواری لګښت به كمولې شي او د لائیو سټاك څانګه كښې به ښه والې راوستلې شي۔ ده ووئيل د ماهانو نيولو صنعت به بحالولې شي او د ماهانو ذخیره به زياتولې شي۔ سماجی خذمات كښې د انقلاب په اړه خبره كولو سره ده ووئيل د تعلیم اصلاح مجموعی ایجنډې ترمخه د ټول هېواد سكولونه ،پوهنتونونه ، ووكېشنل ټریننګ سنټرې او دینی مدرسو كښې به اصلاحات معارفي كولې شي۔ مونږ به د صحت څانګه كښې هم انقلاب راولو او د صحت انصاف كارډ كار به ټول هېواد كښې خپرولې شي۔ده ووئېل تعلیم او روزګار كښې پېښو مسئلو لرې كولو سره به په ځوانانو خاص سرمایه كاری كولې شي۔ مونږ به 10 اربه وني كرو او ماحولیات تغیر مخنيوي له به د شينكې پېدا كولو علم پورته كولې شي۔ د پاكستان قامی سلامتیا تحفظ په اړھ خبره كشې ده ووئيل مونږ به د كورنۍ او بهرنۍ سلامتیا پالیسۍ لپاره د پالیسی جوړولو ډھانچې اصلاح كوو۔ مونږ به خارجه پالیسی د شريكو ګټو ، دوه اړخيزه چارو او نړيوال روایات پاسدارۍ په اصولو روانوو او د كشمير شخړې په حل كولو به كار پيل كوو۔۔ ده ووئېل دفاعی صلاحیت باورې كول به د دفاعی پالیسی مركزی اصول وي دغسې مونږ به په نړيواله كچه په وسله قابو موندلو او عدم پھیلاؤ اقدامات په اړه د مساوات اصولو ترمخه هند له د ستراتيجكي خبرو اترو بلنه وركوو

مضمون کا ماخذ : sorteios quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں