د ترهه ګرو په ضد حتمي جنګ كښې كاميابي لا پاتې ده ٬د كومې لپاره به چې د په اتفاق او اتحاد سره په مړانه مخ په وړاندې تلل وي

image

اسلام آباد 17 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير احسن اقبال وئېلي دي د ترهه ګرو په ضد حتمي جنګ كښې كاميابي ترلاسه كول پاتې دي٬د كومې لپاره به چې د اتفاق او اتحاد سره په مړانه مخ په وړاندې تلل وي٬د ترهه ګرو او انتهاخوښو څخه به د قائد پاكستان 100 فيصده بېرته ترلاسه كول وي٬دښمن مونږ دننه څخه كمزورې كوي٬زمونږ د ټولو فرض دي چې د اولس يو موټې كولو لپاره كار وكړو٬نفرتونه خپرونكي د پاكستان دښمنان دي٬پاكستان د هر مذهب او ژبې وئيونكو هېواد دے٬د اسلام آباد پوليس لپاره پرمختيائي بجټ كښې رېكارډ فنډ بېل كړی شوې٬وفاقي پايه تخت كښې به د دوو اربه روپو په لګښت د پوليس خپل روغتون جوړولې شي۔د زيارت په ورځ پوليس لائن هېډكوارټر كښې د 31م ريكروټس كورس او كاؤنټر ټېرارزم فورس دوهم پړاؤ كښې دتربيه بشپړونكو ځوانانو پاسنګ آؤټ پرېډ دستورې ته خطاب كولو سره د كورنيو چارو وزير تر ټولو اول تربيه بشپړونكو ځوانانو او قام له د روژې مباركي وركولو سره ووئيل د روژې په وړومبنۍ ورځ تربيه بشپړونكو ځوانانو پاسنګ آؤټ پرېډ د هغوي لپاره نور هم زيات د مباركۍ مستحق دے۔ده ووئيل پاكستان د څو كلونو راهسې د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ ښكار دې٬د ترهه ګرۍ له امله زمونږ سكولونه٬بازارونه٬روغتونونه او د عبادت ځايونو پشمول كوم هم ځاې محفوظ نه وو۔زمونږ امنيتي ځواكونو او پوليس اهلكار هم په نښھ كړې شوي۔ده ووئيل په 2013 كښې حكومت د عزم سره پريكړه وكړه چې مونږ به د ترهه ګرۍ مقابله كوو او حكومت د ټولو ډلو سره مشاورت نه پس ضرب عضب او ردالفساد عمليات پېل كړل چې په نتيجه كښې يې تر ډېره حده د ترهه ګرو او انتهاخوښو ملا ماته شوې۔ده ووئيل د 2018 پاكستان د 2013 په مقابل كښې زيات محفوظ دے او جنګ اوس هم روان دے ٬ ده ووئېل مونږ له اوس هم ډېر څه كول دي د كومې لپاره چې يو والي ته اړتيا ده۔ده تربيې بشپړونكو ځوانانو ته ووئيل ستاسو تربيه په هغه قوت كښې زياتوالې دے كومه چې د رياست ترهه ګرۍ كښې ماتې وركولو لپاره ده ۔ده ووئيل پاكستان په خپلو امنيتي ادارو وياړ لري٬زمونږ امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كوونكو ادارو لويې قربانۍ وركړي او خپل اولس له يې تحفظ وركړې۔ده ټولو شهيدانو ته سلام وكړو چا چې د هېواد دفاع كولو سره د خپلو ځانونو قرباني وركړی۔احسن اقبال ووئيل ترهه ګر د قام د عزم څخه خبر نه دي۔د پاكستان قام د خپلې دفاع لپاره لوظي دے۔ده ووئيل د تربيې بشپړونكو ځوانانو شموليت سره به د اسلام آباد پوليس لا قوي شي۔ده ووئيل د مئي په شپږمه نېټھ يو تن په ما بريد كړې ؤ خو حفاظت كونكے ډېر لوے دے۔لوے څښتن ما له نوې ژوند راكړو۔د دغې نه پس په وړومبي ځل زه د خپلو سركاري مصروفياتو په لړ كښې د اسلام آباد پوليس ځوانانو پاسنګ آؤټ پرېډ كښې ګډون كوم او دا يو عجيبه اتفاق دے چې ما پھ كومه ورځ د وزارت منصب سنبهال كړو نو په هغه ورځ هم د پوليس ورځ لمانځلې كېدله۔ده ووئيل سږ كال پرمختيائي بجټ كښې پوليس لپاره رېكارډ فنډ بېل كړی شوې٬ 7 ماډل پوليس اسټېشن جوړې شوي دغسې راروان بجټ كښې هم د 7 ماډل پوليس اسټېشنو لپاره فنډ شته

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں