نګران وزير اعظم انوار الحق کاکړ سره د پي ټي اے چيئرمېن مېجر جنرل (ر) حفيظ الرحمن وليدل

image

اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ سره د پاکستان ټيلي کميونيکيشن اتھارټي (پي ټي اے) چيئرمېن مېجر جنرل (ر) حفيظ الرحمن ليدلي دي ۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع د پي ټي اے چيئرمېن وزيراعظم ته كلن رپورټ 2023 وړاندې كړو۔ د تېر كال په مقابل كښې سږ كال د پي ټي اے په آمدن كښې 17 فيصد اضافې سره دا حجم 850 اربه ته رسېدلے او ګرد هېواد كښې تر موبائل فون اولسي رسنه 90 فيصد ته رسېدلې ۔ ده ووئيل په كال 2023 كښې د موبائل صارفينو شمېره 19.2 كروړ او د هائي سپيډ براډ بېنډ صارفينو شمېره 13 كروړه ته رسېدلې ۔ دغسې په دې مهال وزيراعظم د پي ټي اے چيئرمېن او د ھغه د ډلې پاكستان كښې د موبائل او انټرنېټ سروسز رسنه تر عام وګړي رسولو لپاره د اقدامات ستائنه وكړه

مضمون کا ماخذ : جیتنے والی لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں