په خوږو څيزونو بندېز ولګېد٬ وزارتونو ته هم اېډوائزري جاري كوٶ۔ د صحت نګران وفاقي وزير نديم جان

image

اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي) د قامي صحت نګران وفاقي وزير ډاکټر نديم جان وئيلي دي د صحت په وزارت كښې په ټولو خوږو څيزونو بنديز لګولے شوے او په دې لړ كښې نورو وزارتونو ته هم اېډوائزري جاري كوٶ۔ د جمعې په ورځ د صحت وزارت لخوا د جاري ټويټ له مخې د صحت وزارت او د پاکستان نېشنل هارټ اېسوسي اېشن (پناه) ترسېوري لاندې غېر صحت بخش خوراك او د شربتونو استعمال څخه د رنځونو پحقله د خبرتيا سېمينار شوے چې پكښې نګران وفاقي وزير نديم جان د خاص مېلمه په حېث ګډون كولو۔ په دې موقع ډاكټر نديم جان ووئېل د غېر صحت بخش خوراكونو او شربتونو استعمال څخه د رامخې ته شوو رنځونو په ضد اقدامات كوٶ۔ ده ووئيل د صحت په وزارت كښې په ټولو خوږ څيزونو بنديز لګولے شوے او په دې لړ كښې نورو وزارتونو نه هم اېډوائزري جاري كوٶ۔

مضمون کا ماخذ : میگا مولا۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں