اسلام آباد۔13جنوری (اے پی پی) د پاکستان لخوا فلسطيني وروڼو او خوېندو لپاره د مرستې سامان څلورمه جوپه نور خان هوايي اډې څخه د پاکستان د هوايي ځواک يوې خصوصي الوتكې د لارې روانه كړې شوه۔ په دې موقعه نګران خارجه وزير جليل عباس جېلاني د فلسطيني اولس بشپړه ملاتړ تكرار كولو سره ووئيل چې د غزه د مظلوم اولس بشري مرسته باوري كولو سره سره دې فوري جنګ بندي هم وكړې شي۔ د خالي په ورځ د اېن ډي اېم اے لخوا د جاري شوي بيان له مخې غزه لپاره پاكستان څخه د مرستې څلورمه جوپه ولېږلې شوه په كومه كښې چې د زمكيزو ضرورتونو له مخې سرجيكل/ طبي سامان او د اوچ خوراكي توكو سره سره د حفاظت صحت كټس هم شامل دي۔ د مرستې دا سامان به په اردن كښی تعينات د پاكستان سفير ترلاسه كړي او دغې څخه وروستو به وېشلو لپاره غزه ته روان كړے شي۔ نګران خارجه وزير جليل عباس جېلاني ٬ په پاكستان كښې د فلسطين سفير احمد ربيع ٬ د اېن ډي اېم اے ٬ خارجه وزارت او وسله والو ځواكونو اعلی چارواكي په نور خان ايئربېس د مرستې د سامان لېږلو دستوره كښې ګډون وكړو۔ خارجه وزير فلسطيني اولس سره بشپړه ملاتړ تكرار كولو سره په غزه كښې د عامو وګړو او په خاص توګه د مېرمنو او كوچنيانو په ضد د اسرائيل د غېر متناسب قوت كارولو غندنه وكړه۔ خارجه وزير د سوئيلي افريقا لخوا په نړيوال كورټ آف جسټس كښې د فلسطيني اولس د نسل كشۍ بشپړه ملاتړ هم تكرار كړو۔ ده ووئيل د غزه د مظلوم اولس بشري مرسته باوري كولو سره سره دې فوري جنګ بندي هم وكړې شي۔ خارجه وزير ووئيل غزه لپاره د نورې بشري مرستې انتظام هم كولے شي كوم به چې ډېر زر د پاكستاني اولس لخوا ولېږلې شي۔ په دې موقعه د سامان په لېږلو فلسطيني سفير د پاكستاني حكومت مننه وكړه۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د غزه ځپليو وګړو لپاره اېن ډي اېم اے 220 ټنه د مرستې سامان لېږلے دے۔ پاكستان په دې سخت وخت كښې فلسطني وروڼو خوېندو سره ولاړ دے او ددوئي ملاتړ به دغسې روان ساتي۔