وزيراعظم عمران خان سره د آئي ټي څانګې د پوهانو ډلې آل سټار ګروپ په واشنګټن كښې د پاكستان په سفارت كښې ملاقات وكړو

image

واشنګټن 22 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د آئي ټي څانګې د پوهانو ډلې آل سټار ګروپ په واشنګټن كښې د پاكستان په سفارت كښې ملاقات وكړو۔ په دې ډله كښې انعام الحق خان٬ حشمت ملك٬ حسن احمد٬ دلاور سيد٬ الرېحان جليل٬ سلمان اختر او منصور خان شامل و۔ ګروپ وزيراعظم سره په اكېډمك انسټيټيوشن٬ تحقيق و پرمختګ٬ د ټېكنالوجي په څانګه كښې د معياري ادارو په پرمختګ او د آئي ټي ټېكنيشنز او انجينئرانو او تربيې په اړه خبرې وكړې۔ وزيراعظم دوي ته ووئيل چې د آئي ټي پرمختګ د اوسني حكومت وړومبې ترجيح دے۔ ده ووئيل چې ځوانانو لپاره په دې څانګه كښې د روزګار بې شمېره موقعې موجود دي۔ دوي د آئي ټي څانګې پرمختګ لپاره د حكومتي ادارو لخوا د بشپړه مرستې باور وركړو۔

مضمون کا ماخذ : سانتا کی جنگلی سواری۔