د ملك امین اسلم په بيجنګ كښې ون بېلټ ون روډ فورم ته وېنا

image

اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) د وزیراعظم د ماحولياتي بدلون صلاحكار ملك امین اسلم وئيلي دي د وزیراعظم عمران خان كلين اېنډ ګرېن پاكستان خوب نه يوازې د ون بېلټ ون روټ وژن د ماحول دوسته آباد كارۍ متماثل دے بلكې د منصوبې ټولو غړو هېوادونو لپاره د يو مثال حېثيت لري۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه بيجنګ كښې د ون بېلټ ون روډ فورم په مهال خپلې وېنا كښې كړې۔ ده ووئيل د وزیراعظم عمران خان كلين اېنډ ګرېن پاكستان خوب نه يوازې د ون بېلټ ون روټ وژن د ماحول دوسته آباد كارۍ متماثل دے بلكې د منصوبې ټولو غړو هېوادونو لپاره د يو مثال حېثيت لري٬ راځۍ چې سي پېك د چين پاكستان په كلين اينډ ګرېن اكنامك كوريډرو بدل كړو٬ ده ووئېل د چین د ماحول دوسته آباد کارۍ يا د ايكو سولائزېشن ماډل نه يوازې د كنفيوشزم ٬ د تاٶ مت او بدھ مت د تعليماتو په رڼا كښې ترتيب كړې شوې بلكې د فطرت د اصولو هم عېن مطابق دے او هم دا سوب دے چې يو د عمل وړ منصوبه ده۔ ملك امين اسلم ووئيل كلين اينډ ګرين پروګرام د سياسي بصيرت لرونكې اوسنې حكومت د سمندري ځنګلو بحالۍ پشمول د تجديد وړ توان پېداوار او په ماحول دوسته نورو منصوبو د عمل عكاسي كوي٬ د اوبو ٬ سيلۍ او اېټمې توان كارولو لپاره منصوبې جوړې كړې شوې۔ ملك امين اسلم د ماحولياتې تحفظ د اوسني حكومت په پنځه اړخيزه منصوبو رڼا اچولو سره ووئيل شجر كاري٬ د خزلې تلف كولو منصوبه ٬ د اوبو ويستلو انتظام٬ ګرد هېواد كښې د صحت او صفائۍ او د پاكو اوبو وركړه د كلين اېنډ ګرين كمپائن پنځه برخې دي

مضمون کا ماخذ : پشاور لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں