اسلام آباد 11جون (اے پي پي) د خزاني او محصولات وفاقي وزیر سینیټر محمد اورنګزیب وئيلي دي د روان مالي كال په مهال آئی ایم ایف، نړيوال بینك او د ایشیائی پرمختيائي بینك اندازو برعكس د پاكستان د اقتصادی پرمختګ شرح 2.4 فیصد زياته شوې ، د روان مالی كال په مهال د پاكستان معیشت حجم11 فیصد اضافې نه پس 338 اربه ډالرو څخه په زياتيدو 375 ارب ډالر ته رسيدلے ، په خیرات فلاحي ادارې چليدې شي خو هېواد نه ، د هېواد چلولو لپاره ټیكس ضروري دے ، سړي سر آمدن 129 ډالره زياتوالي نه پس 1680 ډالر ته رسيدلے ،د ګرانۍ شرح 11.8 فیصد ریكارډ شوې۔د نهې په ورځ د مالي كال 24۔2023 اقتصادي سروے جاري كولو په موقع وزیر مملكت علی پرویز ملك، اكنامك ایډوائزر ډاكټر امتیاز، د خزانې سیكرټری امداد اﷲ بوسال او د منصوبه بندۍ سیكرټری شهریار سلطان سره پرېس بریفنګ ته وينا كښې د خزاني وزير سینیټر محمد اورنګزیب ووئيل د تير مالي كال په اختتام د جی ډی پی شرح 0.2 فیصد وه،د روپۍ قدر كښې 29 فیصد كمے راغلے ٬ دغسې مونږ سره د دوه اوونيو امپورټ كور ؤ،په دې مشكل حالاتو كښې مونږ نوې مالي كال پيل كړے ؤ،هغه وخت مونږ له نړيوال مالیاتي فنډ پروګرام ته اړتيا وه ځكه چې دې نه ځانله زمونږ سره كوم پلان بي نه ؤ ، وزیراعظم شهباز شریف ښه اقدامات كړې او نړيوال مالیاتی فنډ سره سټینډ بائے لوظنامې د لارې د معیشت استحكام بنیاد اېښودلے شوے ،كه دغه لوظنامه نه وه شوې نو مونږ معاشي اهداف نه شو سر كولې۔د خزاني وزیر ووئيل د روان مالي كال په مهال د لويو صنعتونو پیداوار كښې مشكلات رامخې ته شوې وؤ د كومو بنیادی وجه چې د سود لوړه شرح وه او د توان عدم مساوات ؤ دغسې د زراعت څانګې په زړه پورې پرمختګ كرے او مونږ په زيات مقدار فصلونه ترلاسه كړي، ډیری او لائیو سټاك څانګه كښې نمو زياته شوې، زراعت اوس هم زمونږ مهم هدف دے۔ ده ووئيل په مالیاتي سطح هم مثبت پیشرفت شوے، د ایف بي آر محصولات وصولۍ شرح كښې 30 فیصده زياتوالے راغلے كوم چې په ماضي كښې مثال نه لري ، پرائمري سرپلس كښې د صوبو ښه كردار ؤ د كوم كریډټ بايد صوبو ته ترلاسه شي، روان مالی كال په پيل زمونږ اندازه وه چې د حسابات جاريه كھاتو خساره به 6 اربه ډالره پاتې شي خو د كال په آخر هغه 200 ملیونه ډالره ؤه كومه چې لويه كامیابی ده، ده ووئېل د تيرو درېو مياشتو په مهال د حسابات جاريه كھاتو توازن فاضل ؤ۔د خزاني وزیر ووئيل ترسیلات زر كښې په زړه پورې ښه والے راغلے ،د هېواد په كرنسۍ كښې استحكام راغلے ، د كرنسي استحكام كښې د نګران حكومت د اړخه انتظامي او سټیټ بینك د اړخه ډھانچه جاتي اقدامات ډېر كردار ترسره كړے،كومو بینكونو چې بوتھ لرل د هغې شميره زياته شوې دغسې كومو چې بوتھ نه لرل هغوې ته د بوتھ پرانستلو سپارښتنه شوې ، سټه بازی او ډنډورو ختمولو لپاره اقدامات شوي ۔ د خزاني وزير ووئيل د مالي كال په پيل د زرمبادله په اړه پاكستان ډیفالټ كيدونكے ؤ ،هغه مهال سټیټ بینك سره 9 اربه ډالره څخه زياتي پانګې وې كومې چې 2 مياشتو كښې امپورټ كور لپاره پوره وي ، د دغې كریډټ هم سټیټ بینك ته ترلاسه دے۔ د خزاني وزير ووئيل ګرانۍ كښې كمے راغلے، د تير كال په اختتام د افراط زر شرح 38 فیصد وه كومه چې اوس 11.8 فیصد سطح ته راغلې، بنیادي او د خوراك ګرانۍ شرح كښې كمے راغلے ، پالیسی ریټ هم كم شوے، هيله لورو چې زري سهولت پيل شي دې سره به افراط زر كښې كمے او په معیشت مثبت اثرات پريوځي، ده ووئﺀېل مونږ هيله لرو چې راروانو مياشتو كښې به پالیسی ریټ سنګل ډیجټ ته راشي۔ د خزاني وزير ووئيل د معیشت استحكام لپاره اقدامات سره په ماركیټ ښه اثرات مرتب شوي ، سټاك ماركیټ كښې بهرني خریدار راځي ، دا هغه اشارے دي چې ورسره د كلیوال معیشت د استحكام عكاسی كېږي۔ د خزاني وزير ووئيل نړيوال مالیاتی فنډ سره زمونږ خبري اتري پیداواری او تعمیری وي، پاكستان د سټینډ بائے لوظنامې 9 مياشتنيز پروګرام په كامیابۍ سره بشپړ كړے ،په دې مهال پاكستان چې د كوم نظم و ضبط مظاهره كړې هغې سره هېواد ته ګټه رسېدلې ، حكومت د اصلاحات عمل كښې سنجیده دے،مونږ له به د جی ډی پی تناسب سره د ټیكسونو شرح زياتول وي،دې سره سره ټیكس نظام كښې اصلاحات به كول وي ، توان او سركاري ملكیتی كاروباري ادارو ښه كولو ته پام لرنه كوو۔ده ووئيل آئی ایم ایف سره زمونږ خبري اترې رواني دي او په دې اړه د مثبت پیشرفت هيله لرو۔ د خزاني وزير ووئيل اصلاحات او معاشي استحكام په اړه دوه مهم اړخونه موجود دي ، وړومبې اړخ دا دے چې چرته پالیسی ده هلته به په هغې عملدرآمد باوري كولې شي، دويم دا چې اېف بی آر كښې لیكیجز به بندولې شي، ټریك اینډ ټریس نظام به كوټلې كولې شي، د اېف بی آر په ډیجیټلائزیشن كار روان دے۔ده ووئيل څوك هم مقدس غوا نه ده،د هېواد چارو لپاره به ټولو له كردار ترسره كول وي ، ده ووئېل په خیرات فلاحي ادارې خو چليدې شي هېواد نه ، ملك په ټیكسونو چليږي،دا مهال د برېښنا څانګه كښې د كال 500 اربه روپۍ د غلا اندازه ده، د ډسكوز كارپوریټ ګورننس ښه كېږي ، ډسكوز به د نجی څانګې پلو بوتللے شي،يوه خبره واضحه ده چې ډسكوز سركاری څانګه كښې نه شي پاتې كيدې۔ د خزاني وزير ووئيل زراعت د پاكستان د معیشت مهمه ستن ده، زراعت او آئی ټی دوه داسې څانګې دي كومي چې د آئی ایم ایف سره څه تعلق نه لري،دغه څانګو ته پام لرنې كولو سره او پیداوار زياتولو د لارې مونږ شرح نمو زياتولې شو، زراعت او د آئي ټي څانګو له قرض وركولو لپاره د سټیټ بینك ګورنر سره مونږ په رابطه كښې يو، زراعت كښې د مډل مین كردار كمولو لپاره اقدامات كوو، د پنجاب حكومت په دې اړه اقدامات پيل كړي ، پاتې صوبو سره هم په مشاورت به مخ په وړاندې ځو، پاسكو ری سټركچرنګ به كولې شي او په دې اړه سباؤن كښې به اقدامات كولې شي۔ د اقتصادی چارو وزیر مملكت علی پرویز ملك په دې موقع ووئيل معیشت كښې استحكام او كوم اعتماد جې په نظر راځي دا د هغې اقدامات نتیجه ده كوم چې وزیراعظم شهباز شریف كړي،مونږ معاشی استحكام په قوي بنیادوونو اودرولو ته پام لرنه كوو دغسې چې معیشت بيا كمزورے نشي،په دې اړه مونږ د آئی ایم ایف سره نظام مخ په وړاندې بوتللو۔ ده ووئيل وزیراعظم شهباز شریف واضح هدایات جاري كړي چې مونږ به په معاشی توګه په كمزورو طبقو كوم بوجھ نه اچوو، حكومت معیشت دستاویزي كوي، نان فائلرز به فائلرز كولې شي او دې لپاره ګامونه پورته كوو، ټولو وګړو له به د خپل آمدن او حیثیت له مخې د پاكستان پرمختګ لپاره كردار ترسره كول وي،مونږ له به ډھانچه جاتی فالټ لائن سمول وي ۔ كیپسټی ادائیګیو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وزیر مملكت ووئيل پاكستان له به په ټولو لوظونو عملدرآمد كول وي، د ریاستي وعدو احترام كېږي او چرته چې مسئلې وي هلته به په خبرو اترو چارې حل كولې شي۔ده ووئيل پاكستان د بجلغ زيات استعداد لري خو د زيان په وجه لوډ شیډنګ كېږي دغسې چې ګردشی قرضه زياته نه شي۔ده ووئيل د بجلۍ غلا ختمولو له د صوبو سره خبرې اتري رواني دي ، مونږ د بجلۍ څانګې د ناروغۍ احساس لرو او ډير زر به ښه خبرونه رامخې ته شي۔د خبريالانو د بيلو پوښتنو په ځواب كښې د خزاني وزير ووئيل د وزیراعظم د چين اوسنۍ دوره د چین پاك۔چین اقتصادی راهدارۍ د دويم پړاؤ لپاره وه، د سكیورټی پېښو په وجه زمونږ زيان شوے ، د چین حكومت د اړخه د وزیراعظم د چين دورې بشپړ هركلے شوے دغسې كاروباری ورورولۍ او سرمایه كارو هم په پاكستان كښې په سرمایه كارۍ كښې خوښي څرګنده كړي۔ د خزاني وزي ووئيل د زرمبادله پانګو په اړه صورتحال د ډاډ وړ دے ،راروان مالي كال لپاره د ادائیګیو كومه مسئله نشته،راتلونكې كال كښې به پاكستان نړيوال كیپټل ماركیټس ته ځي،دې نه ځانله پاكستان به د چین كیپټل ماركیټس څخه هم استفاده كوي او مالي كال 25۔2024ء كښې به پانډا بانډ جاري كولې شي۔ ټریك اینډ ټریس نظام په اړه د يوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل دغه نظام به مؤثر كولې شي۔ده ووئيل نګران حكومت د نجكارۍ په اړه ښه كار كړے ، د پي آئی اے او اسلام آباد ایئرپورټ آؤټ سورسنګ بولی راغلې ، لاهور او كراچی ایئرپورټ به هم آؤټ سورس كولې شي۔ د خزاني وزير سینیټر محمد اورنګزیب ووئيل 18م ترمیم سره وفاق له د صوبو سره تلل وي، زمونږ د څلورو واړو صوبو اعلیٰ وزيرانو سره ښه ملاقاتونه شوي او مونږ د مشاورت سره مخ په وړاندې روان يو۔ده ووئيل مالی خساره كمولو له اقدامات كوو،مونږ يو ټریلین څخه زياته خساره نه شو برداشت كولې۔ د خزاني وزير ووئيل د نوي مالی كال كلن پرمختائی پروګرام كښې زيات اهمیت لرونكې منصوبې شاملېږي ، فنډز نه غير كومه هم منصوبه به په پی اېس ډی پی كښې نه شاملوو۔ده ووئيل قامي اقتصادي كونسل مهم سټرټیجكي فورم دے د كوم چې وزیراعظم مشر دے، این اي سي بجټ جوړونكے فورم نه دے۔