وزیرِ اعظم محمد شهباز شریف د پاكستان څخه په سركاری خرڅ يو زر زدكونكې د زراعت جدید تربیې لپاره یانګلنګ ایګریكلچرل ډیمانسټرېشن بیس ته د لېږلو پريكړه

image

شی آن 08 جون (اے پي پي) وزیرِ اعظم محمد شهباز شریف د پاكستان څخه په سركاری خرڅ يو زر زدكونكې د زراعت جدید تربیې لپاره یانګلنګ ایګریكلچرل ډیمانسټرېشن بیس ته د لېږلو پريكړه كړې ده۔د خالي په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم محمد شهباز شریف شی-آن كښې د یانګلنګ ایګری كلچرل ټیكنالوجی ډیمانسټرېشن بیس دوره وكړه۔وزیر اعظم ته په دې موقع په بېس د كار كولو په اړه بريفنګ وركړې شو۔وزیر اعظم ته ووئيل شول چې هائی ټیك ډیمانسټرېشن زون كال 2019 كښې د صدر شی چن پنګ په سپارښتنه جوړ شوې۔یانګلنګ زرعی پوهنتون كښې د پاكستان 142 زدكونكې زدكړې ترلاسه كوي۔120 زدكونكي دلته څخه فارغ شوې۔وزیر اعظم ته ووئيل شول چې پاكستان كښې د قائد اعظم یونیورسټی او ایوب ایګریكلچر ریسرچ سره په ګډه په زرعی اجناس تحقیق روان دې۔وزیر اعظم د مصنوعی رڼا د لارې د سبزو كروندې د تګلاري جاج واخست۔وزیر اعظم ته ووئيل شول چې یانګلنګ ایګریكلچر هائی ټیك انډسټری اینډ ډیمانسټرېشن بېس په چین كښې وړومبې هائی ټیك صنعتی پرمختيائي زون دې۔په دې موقع وزیرِ اعظم د پاكستان څخه په سركاری خرڅ يو زر زدكونكې د زراعت جدید تربیې لپاره یانګلنګ ایګریكلچرل ډیمانسټرېشن بېس ته د لېږلو پريكړه كولو سره چین كښې د پاكستان سفیر او اړوندو چارواكو ته د چین چارواكو سره منصوبے ته حتمی شكل وركولو سپارښتنه كړې۔وزیرِ اعظم نارتھ ویسټ ایګریكلچر او فاریسټری یونیورسټی ته په پاكستان كښې د كیمپس پرانستلو بلنه وركولو سره حكومتِ پاكستان د اړخه په دې كښې د هر ډول معاونت كولو باور وركړو۔وزیرِ اعظم د بېس د بيلو برخو او پاكستانی پویلین دوره هم وكړه۔وزیرِاعظم ته د پاكستان پولین كښې پاكستانی مصنوعات هم وښودلې شو۔یانګلنګ ایګریكلچرل ډیمانسټرېشن بېس كښې 26 هېوادونه زرعی تحقیق كښې مرسته كولو كښې پاكستان تر ټولو وړومبې هېواد دې كوم چې یانګلنګ ایګریكلچرل ډیمانسټرېشن بیس كښې مرسته پيل كړې۔بریفنګ كښې د پاكستان سائنسمدارو او تحقیق كښې ګډون كونكو پاكستانی پوهنتونونو په اړه هم ووئيل شول۔په دې موقع وزیراعظم ووئيل پاكستان يو زرعی هېواد دے ، حكومت يو ايكړ پیداوار كښې زياتوالې لپاره زراعت كښې جدت له چمتو دے۔وزیرِ اعظم ووئيل پاكستانی زرعی مصنوعات او د هغې پراسیسنګ سره د هېواد برآمدت زياتولو ته حكومت پام لرنه كوي۔وزیرِ اعظم د جدید پلانټ پروډكشن فیكټری دوره هم وكړه چرته چې زراعت عمودی تګلاري د بيل پړاؤونو عملی مظاهره هم وړاندې كړې شوه۔وفاقی وزيران خواجه محمد آصف، احسن اقبال، محمد اورنګزیب، عطاء الله تارړ، ډاكټر مصدق ملك، رانا تنویر حسېن هم وزیرِ اعظم سره وو۔

مضمون کا ماخذ : como jogar lotofácil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں