پاکستان په نړيوال امن او سلامتيا كښې د امن ډلو لخوا د لوبولي شوي اهم كردار ستائنه كوي۔ د خارجه دفتر ويانده

image

اسلام آباد 29 مئي (اے پي پي) پاکستان په نړيوال امن او سلامتيا كښې د امن ډلو لخوا د لوبولي شوي اهم كردار ستائنه كولو سره وئيلي دي چې پاکستان د ملګرو ملتونو د امن مشن اصولو لپاره د خپل غېر متزلزل ملاتړ پخلې كوي او د ملګرو ملتونو امن مشن د يوې برخې په توګه نړيوال امن او د سلامتيا بحالۍ لپاره خپله مرسته جاري ساتلو ته سترګې په لار دې۔ د “ملګرو ملتونو امن ډلو نړيواله ورځ” په موقع د خارجه دفتر وياندې لخوا د شورو په ورځ په جاري بيان كښې وئيلي شوې دي چې د ملګرو ملتونو د امن پوځ په شپږ لسيزو محيط يو شاندار تاريخ سره د پاكستان امن ډلې چې پكښې مېنز او وېمنز د نړۍ په يو شمېر منطقو كښې د تنازعاتو خاتمې او د امن بحالۍ لپاره په نړيوالو هڅو تر ټولو وړاندې وو٬ بيان له مخې دوه كله 35 زره نه زياتو پاكستانيانو د ملګرو ملتونو په امن ډلو ه 48 مشن كښې امتيازي خدمات ترسره كړې دي، پاکستان پرله پسې په ملګرو ملتونو كښې تر ټولو زياته پوځي مرسته كوٶنكو هېوادونو كښې يو مقام په ځائ ساتلې دې او د امن په مهال 181 اهلكار شهيدان شوي۔ د بيان له مخې پاکستان د خپلو وېمنز امن ډلو په خدماتو فخر لري او د ملګرو ملتونو په امن مشن كښې د دوي كردار زياتولو عزم لري، د 500 نه زياتې پاكستانۍ مېرمنې په امن ډلو كښې خدمات سره كړې دي او په دې عمل كښې ئې زيات اعزازات ترلاسه كړې دي۔ د بيان له مخې نه يوازې ملګرو ملتونو كښې تر ټولو زياته پوځي مرسته كوٶنكې د يو هېواد په توګه بلكې د نړۍ تر ټولو پخوانې امن مشنز كښې يو٬ هند او پاكستان كښې د ملګرو ملتونو ابزرور ګروپ (يو اېن اېم او جي آئي پي) د كوربه په توګه د ملګرو ملتونو امن لپاره يو ځانګړې نقطه نظر وړاندې كوي٬ پاکستان د ملګرو ملتونو امن پوځ كاروائيو ته د عصري چېلنجونو له مخې افريقې يونين پشمول زير قيادت “پيس سپورټ آپرېشنز” كښې هم خپل كردار جاتي ساتلې دې۔

مضمون کا ماخذ : ڈریگن کی قسمت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں