د خصوصي سرمايه كارۍ سهولت كونسل ترمخه د آئي ټي څانګې ته پام لرنه كولې شي٬ په وړو ښارونو كښې به 40 نور سافټ ټېكنالوجي پارکونه جوړولې شي٬ د نګران وزيراعظم انوارالحق كاكړ د ټيك ډسټېنیشن پاکستان دستوري ته وينا

image

اسلام آباد 11جنوري (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوارالحق كاكړ وئيلي دي د آئي ټي سېكټر د هېواد په اقتصادي پرمختګ كښې مهم كردار لري٬ مونږ د نړۍ 190 هېوادونو ته د آئي ټي خدمات وړاندې كوو٬ پاكستان فري لانسنګ لپاره دريم تر ټولو زيات مقبول هېواد ګرځېدلے ۔ د هیواد په وړو ښارونو كښې به 40 نور د سافټ ویر ټیکنالوجي پارکونه جوړولې شي د هېواد په پرمختګ كښې د آئي ټي څانګه په زړه پورې كردار ترسره كوي ۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ د كنونشن سنټر ټيك ډسټېنيشن دستورې ته وينا په مهال كړي۔نګران وزيراعظم ووئيل نن دور د جديدې ټيکنالوجۍ او د پرمختګ دے، ټيکنالوجۍ زمونږ د ژوند په ټولو اړخونو مثبت اثرات مرتب كړي ، د مصنوعي ذهانت پشمول د ټيکنالوجۍ جديدې ذريعې اوس يو حتمي ضرورت جوړ شوے چې له امله يې سماجي او اقتصادي ګټې ترلاسه كيدې شي او د قامونو په پرمختګ کښې لوئې كردار ترسره كوي۔ وزيراعظم ووئيل د انفارمېشن ټېكنالوجۍ څانګې ته خاص پام لرنه كوو كومه چې زمونږ د اقتصادي پرمختګ او د ټېكنالوجۍ مركز دے ٬ مونږ د ټيك ډسټېنيشن آئيډياز ته ودې وركولو له چمتو يو۔په اوسنيو كښې په پاکستان کښې انفارمېشن ټکنالوجۍ او مواصلات څانګو پرمختګ کړے، د معلوماتي ټکنالوجۍ صنعت د معيشت په ښه کولو، د روزګار موقعو زياتولو او نيغ په نيغه سرمايه كار راغب كولو كښې مهم كردار ترسره كوي ۔ده ووئيل پاكستان د نړۍ 190 هېوادونو ته د آئي ټي خدمات وړاندې كوي، د آئي ټي سېكټر په جديد دور كښې زيات مهم دے او دا سېېكټر د ماډرنائزېشن، د استعداد زياتولو، حكومتي اسانيو او نورو اقداماتو په وجه د نالج اكانومي لازمي برخه دے۔۔وزيراعظم ووئيل په تېرو پنځو مياشتو كښې پاكستان د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټېلې كام سېكټرو كښې د پرمختګ لپاره ډېر مهم پړاونه ترسره كړي جې پكښې د 10,000 اي روزګار مركزونه جوړول٬ د پاكستان سټارټ اپ فنډ منظوري٬ د ډيجيټل اكانومي ودې لپاره منصوبې شاملې دي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ خپل ځوانان خپلواكه كوو، حكومت د علم په بنياد معيشت لپاره خاص ګامونه پورته كوي، د فري لانسرز رول مهم دے۔د پاکستان سټار اپ فنډ جوړیدو په نتیجه کښې د ميرمنو او فری لانسرز ګډون د داډ وړ دے، د پاکستان د آئي ټي څانګه د ښې كاركردګۍ څرګندونه كونكې څانګه ده، ده ووئېل د بشري وسيلو پرمختګ ته پام لرنه كول د وخت حاجت دے، حکومت د آئي ټي څانګې پرمختګ لپاره هم ممکن مرسته کوي۔

مضمون کا ماخذ : apostas dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں