د نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه

image
Islamabad: Caretaker Prime Minister Anwaar-ul-Haq Kakar chairs a meeting of the Caretaker Federal Cabinet on 10 January 2024.

اسلام آباد 10 جنوري (اے پي پي) نګران وفاقي کابينې د سپريم کورټ پرېكړې په رڼا كښې د وفاقي تعليمي نظام ډېلي وېجرز 227 استاذان په مستقل بنيادونو د تعيناتولو او د جبري بې دركۍ په بابله د كابينه كمېټۍ د تشكيل نو منظوري وركړه۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه وشوه۔ د غونډې په پېل كښې په باجوړ كښې د پوليو ډلې په حفاظت ولاړو پوليس اهلكارو باندې د ترهګرو د بريد غندنه وشوه او د دغې په نتيجه كښې شهيدو شوو پوليس اهلكارو لپاره لاس نيوه وشوه او کابينې شهيدو پوليس اهلكارو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ غونډه كښې د خبرو په مهال وزيراعظم ووئيل رياست به د شهيدانو قربانۍ كله هم هېرې نه كړي٬ شهيد پوليس اهلكارو زمونږ سباٶن لپاره خپل نن قربان كړے٬ رياست به د هغوي كورنۍ يواځې نه پرېږدي او د هغوي د خېرښګړې به هر ډول ممكن خيال ساتلے شي۔ ده ووئيل ترهګر چې څه رنګه بزدلانه كاروائئ كوي د هغوي به په ضد به د رياست غبرګون هومره په شدت سره وي٬ ترهګر د 24 كروړه اولس عزم له ماتې نشي وركولې۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې پاکستان څخه د پوليو تر بشپړه خاتمې به د پوليو مخنيوي مشن په بشپړه توګه روان وي٬ وزيراعظم د پوليو خاتمې لپاره د حكومت په هلو ځلو كښې د پاك پوځ٬ پوليس٬ پوليو وركرز او نورو ادارو د كردار ستائنه وكړه٬ دغسې وفاقي کابينې د اسلام آباد هائي کورټ د كال 2018 د پرېكړې په رڼا كښې د وفاقي تعليم وزارت وړاندې كړې سمرۍ او د فېډرل پبلك سروس كمېشن د سفارشاتو په رڼا كښې ډېلي وېجرز 227 استاذانو په مستقل بنيادونو د تعيناتۍ منظوري وركړې ۔ وفاقي کابينې د داخله وزارت په سفارش د جبري بې دركۍ په بابله د كابينه كمېټۍ د تشكيل نو منظوري هم وركړه۔ کابينې ته ووئيل شول د دې نه وړاندې پخواني نګران وزير سرفراز احمد بګټي ته د دې كمېټۍ مشري سپارلې شوې وه او د ھغه د استعفٰې نه وروستو د وزيراعظم په منظورۍ د كابينه كمېټي بيا تشكيلېږي چې مشري به ئې د قانون وزير كوي۔ دغسې وفاقي کابينې د قانون وزارت په سفارش د سپريم كورټ كراچۍ رجسټري لپاره د نوې ودانۍ جوړولو په اړه د كمېټۍ تجويز سره اتفاق وكړو او د سپريم كورټ كراچۍ رجسټري لپاره په نوې جوړېدونكې ودانۍ كښې په بېلا بېلو ځايونو ټول فېډرل كورټس او د ټربيونلز منتقلۍ او د ودانۍ په ډيزائن كښې د ضروري بدلون كولو منظوري وركړه ۔ د سپريم کورټ کراچي رجسټري به پخپله موجوده ودانۍ كښې كار لا روان ساتي۔ وفاقي کابينې د خوراك تحفظ او تحقيق وزارت په سفارش د لائيو سټاك و ډيري ډويلپمنټ بورډ چيف ايګزيکټو د تعيناتۍ پحقله په وړاندې كړې شوې سمرۍ امر وكړو چې په دې لړ كښې د بلوچستان او اسلام آباد هائي کورټس د پرېكړو په رڼا كښې د لائيو سټاك و ډيري ډويلپمنټ بورډ انتظامي بورډ دې فعاله كړے شي دغسې چې د چيف اېګزېكټو تعيناۍ پحقله قانوني تقاضې ترسره كړې شي۔ وفاقي کابينې د اقتصادي رابطه كمېټۍ د 13٬ 15 ٬ او 20 دسمبر كال 2023 په ترسره شوو غونډو كښې د شوې پرېكړو توثيق هم وكړو۔ دغسې وفاقي کابينې حكومتي ملكيتي ادارو لپاره د كابينه كمېټۍ د 28م دسمبر كال 2023 د غونډې او د لېجسلېټو كېسز لپاره د كابينه كمېټۍ د 22 دسمبر كال 2023 د پرېكړو هم توثيق وكړو

مضمون کا ماخذ : resultados loteria ریو ڈی جنیرو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں