د سوئيلي آسيا او سارك ډي جي ډاكټر فېصل محمد هندي هائي كمشنر خارجه دفتر ته راوبللو

image

اسلام آباد ۔ 30 ستمبر (اے پی پی) د سوئيلي آسيا او سارك ډي جي ډاكټر فېصل محمد هندي هائي كمشنر ګوراو ابلووالیا د ګل په ورځ خارجه دفتر ته راوبللو او د اګست په 28 مه او 29 مه نېټه په لائن آف کنټرول (اېل او سی) د جنګ بندۍ خلاف ورزيو ئې غندنه وكړه۔ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان لمخې د اېل او سي نکیال او رکھ چکری سېکټرز كښې د هندي ځواك ناترڅه ډزو په نتيجه كښې 60 كلنه مشره مېرمن سلامت بي بي او 13 كلن ذيشان ايوب شهيد شوې دغسې په نكيال سېكټر كښې د يوې مېرمنې په شمول درې وګړي او رك چكري سېكټر كښې يوه مېرمن سخته ژوبل شوه۔ قابض هندي ځواكونه د اېل او سي او وركنګ باؤنډرۍ پرله پسې خلاف ورزۍ كولۍ سره د عامو وګړو ودانۍ په نښه كوي۔ 2017ء كښې هند 1,970 ځله د جنګ بندۍ خلاف ورزي كړې او تر دې دمه د خلاف ورزيو لړۍ روانه ده۔ د جنګ بندۍ خلاف ورزيو غندنه٬ په قصد سره د وګړو ودانۍ په نښه كول د افسوس وړ ٬ د بشري عظمت او وقار ٬ نړيوال قانون او د نړيوال بشري قانون په ضد دي۔ د هند لخوا د جنګ بند خلاف ورزيو لامله سيمه ايز امن او سلامتيا سنګينو خطرو سره مخ ده چې نتيجه ئې د ستراتيجيكي غلطۍ په شكل كښې رامخې ته كېدې شي۔ ده په هند زور راوړو چې هغه دې د 2003ء جنګ بندۍ لوظنامې خيال وساتي۔ د جنګ بندۍ د خلاف ورزيو پېښو دې پلټنې وكړي٬ هندي ځواك ته دې د جنګ د احترام كولو امر وكړي او په اېل او سي او وركنګ باؤنډرۍ دې د دې روح لمخې امن په ځائې وساتي۔ ده دا هم زور راوړو چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د قراردادونو لمخې دې هند د ملګرو ملتونو پوځي مبصرينو (یو اېن اېم او جی آئی پی) ته د خپل كردار ترسره كولو اجازه

مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں