ډېره اسماعيل سره نزدې په كوټله سيدان كښې د پوليسو په چېك پوسته بريد٬ په ځانمرګي چاودنه كښې د درې پوليس اهلكارو پشمول 8 كسان شهيدان شوي دي٬ په پېښه كښې 35 كسان ژوبل شوي

image

اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) ډېره اسماعيل سره نزدې په كوټله سيدان كښې د پوليسو په چېك پوسته ترهګرو د اتوار په ورځ بريد كړے۔ په ځانمرګي چاودنه كښې د درې پوليس اهلكارو پشمول 8 كسان شهيدان شوي دي٬ په پېښه كښې 35 كسان ژوبل شوي دي۔ د پوليسو له مخې كوټله سيدان سره نزدې پوليس اهلكارو د معمول له مخې په چېك پوسته وظيفه ترسره كوله چې دوه موټر سائيكل سورو ترهګرو په چېك پوسته ناتاره ډزې پېل كړې او دوه پوليس اهلكار په موقع شهيدان شول٬ د پېښې نه پس ترهګر وتښېدل خو امنيتي ځواكونو سيمه محاصره كړه او د لټون عمليات ئې پېل كړل۔ كله چې ژوبل شوي كسان روغتون ته منتقل كولې شول نو د روغتون په مركزي روغتون ځانمرګي خپل ځان والوزولو او په نتيجه كښې ئې 8 كسان شهيدان او 35 ژوبل شول۔ د شهيد شويو څلور اهلكارو د جنازې لمونځ په پوليس لائن كښې ادا كړې شو۔

مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں