د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ټويټ

image

اسلام آباد 20 جولائی (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې مسلم ليګ ن د خپلو اعمالو په سبب ښكېل شوے٬ د اولس مال د ژورې پشان رونكو نن بيا د اثاثو بچ كولو ناسته كړې٬ دا د خلقو ګمراه كولو په ځائ په عدالتونو كښې د خپلې بې ګناهې ثبوت ولې نه وركوي۔ د خالي په ورځ په خپل ټويټ كښې د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل چې د مورثي سياسي كورنيو سياست مخ په ډوبېدو دے٬ د سياسي لوبغاړي دولسم لوبغاړې مولانا فضل الرحمان ب ه د دوي كشتې څنګه پورې باسي٬ كوم چې په خپله د پارلمان نه بهر دے٬ هغه به د سېنېټ چيئرمېن په بدلون كښې كومه مرسته وكړي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې د يو بل په ضد انتقامي كارروائې كوونكي په كومه خله په بل چا تور لګوي٬ په نوي پاكستان كښې ادارې واك لري او د قانون مافيا د منګولو نه آزادې دي۔

مضمون کا ماخذ : números dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں