وزيراعظم عمران خان به د شنګهائي مرستې تنظيم مشرانو غونډه كښې ګډون كوي۔د خارجه دفتر وياند

image

اسلام آباد 16مئی (اے پی پی) متحده عرب امارت د 572 پاكستاني بنديوانو د خوشې كولو اعلان كړی٬د سعودي عرب څخه به ډېر زر خوشخبري ترلاسه شي٬د امريكې څخه ډي پورټ شوي 50 پاكستاني هېواد ته رارسېدلې دي۔امريكا او ايران دې د صبر او زغم څرګندونه او چارې دې د خبرو اترو د لارې حل كړي۔ په خليج كښې به د امريكې سمندري بيړۍ تعيناتۍ له امله پھ منطقه كښې تاؤ تريخوالې زيات شي۔د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فيصل د زيارت په ورځ اوونيز پرېس بريفنګ په مهال ووئيل چې متحده عرب امارات 3 زره څخه زياتو بنديوان د عامې بخښنې اعلان كړی۔په دې كښې 572 پاكستاني بنديوان هم شامل دي كوم چې دبئي٬العين٬فجيره او شارجه كښې بېلو زندانونو كښې بنديوان دي۔وياند ووئيل چې پاكستان بنديوانو هېواد ته بېرته راستنېدو لپاره يو اے اي چارواكو سره پرله پسې رابطه كښې يو او د بېرته راتګ انتظامات روان دي۔په سعودي عرب كښې د پاكستاني بنديوانو په اړه وياند ووئيل چې په دې لړ كښې به ډېر زر خوشخبري واورۍ۔د امريكا لخوا ډي پورټ پاكستانيانو په اړه وياند ووئيل چې د امريكې څخه ډي پورټ شوي 50 پاكستاني تېره ورځ چارټر فلائيټ د لارې هېواد ته رارسېدلې دي۔ډي پورټېشن د دواړو هېوادنو ترمينځه د دوه اړخيزه ايجنډې برخه ده۔د امريكې ايران تاؤ تريخوالي په اړه وياند ووئيل چې ۔امريكا او ايران دې د صبر او زغم څرګندونه او چارې د خبرو اترو د لارې حل كړي۔ده ووئيل چې په خليج كښې به د امريكې سمندري بيړۍ تعيناتۍ له امله پھ منطقه كښې تاؤ تريخوالې زيات شي۔وياند ووئيل چې كومه هم غلط فهمي د كومې لويې پیښې سوب جوړیدې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل چې خارجه وزير شاه محمود قرېشي به د اېس سي او سمټ څخه وړاندې د مئي په 21مه او 22مه نېټھ خارجه وزيرانو كونسل غونډه كښې ګډون لپاره بشكيك ته ځي۔شنګهائي مرستې تنظيم مشرانو غونډه د جون په 13مه نېټه بشكيك كښې كېږي چې پكښې به وزيراعظم عمران خان ګډون كوي۔وياند د يوې بلې پوښتنې په ځواب ووئيل چې مونږ دا معامله هند سره پورته كړی او دا معامله په هر فورم هم پورته كوو۔د پېښې مركزي تورن سوامي آنند پخپله په بريد كښې د ككړتيا اعتراف كړی ؤ خو هندي عدالتونو پرېښودو٬د دې نه لويې ظلم څه كېدې شي۔وياند د يوې پوښتنې پھ ځواب ووئيل چې پاكستان د خپل ځان حفاظت پخپله كولې شي۔وزيراعظم د دسمبر پھ 14مه نېټه د هند خپل هم څنګ ته خط ليكلې چې مونږ د ترهه ګرۍ په معاملو خبرو اترو لپاره چمتو يو او د جمو او كشمير دواړو هېوادونو ترمينځه بنيادي شخړه ده۔وياند ووئيل چې قابض ځواكونه د ظلم لړۍ روان ساتلو سره په پلوامه او شوپيا كښې نور 8 بې ګناه كشميري ځوانان شهيدان كړي۔وياند ووئيل چې په مقبوضه كشمير كښې د درې كالو ماشومې سره زياتې كول د ظلم انتها ده او هند ځواكنو وادي ملټري كېمپ كښې بدل كړو چرته د بربريت او ناانصافو راج دې۔كشميري د خپل وينې څخه نوې تاريخ جوړ كړی۔ده ووئيل هند دې د نړيوالې ورورولۍ بې لارې كول پرېږدي او زمكيز حقائق دې اومني٬پاكستان د كشمير پشمول ټولې چارې د خبرو اترو د لارې حل كولو له چمتو دې

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کا انعام
متعلقہ مضامین
مزید خبریں