د روغتيا وفاقي وزير عامر كياني د اسلام آباد هوا كښې د آلودګۍ نوټس واخست

image

اسلام آباد ۔ 14 اپرېل (اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير عامر كياني د اسلام آباد هوا كښې د آلودګۍ نوټس اخستلو سره د صورتحال جاج له د ماحولياتو صلاكار ته خط استولې دې۔ عامر کیانی اسلام آباد كښې ورځ په ورځ د هوا خرابېدونكي معيار او په دې كښې د موجوده آلودګۍ نوټس اخستلو سره په دې لړ كښې د وزيراعظم د ماحولياتو مرستيال ملك امين اسلام ته خط استولې دې چې د صورتحال جاج اخستلو له دې په سمدستي توګه ګامونه پورته كړې شي دغسې چې د آلودګۍ دلاسه په خپرېدونكو رنځونو قابو وموندلې شي۔ ده ووئيل ددې آلودګۍ په سبب د ساه او زړه رنځونه خپرېږي۔ د يوې اندازې ترمخه بېلو ښارونو كښې د فضائي آلودګۍ لامله هر كال 22 زره كسان مري۔ دې سره سره 7 سوه كوچنيان هم د ژوند نه لاس وينځي۔ عامر کیانی په خاص توګه د اسلام آباد آئي نائن سېکټر او آئي ټېن كښې صنعتونو څخه د خارجېدونكې آلودګۍ حواله وركړه۔ ده ووئيل دې څخه د كېدونكي زيان تعين ضروري دې دغسې چې انساني صحت رنځونو څخه بچ كولو له ګامونه پورته كړې شي۔ ده ووئيل زه په دې اړه وزيراعظم عمران خان خبرول غواړوم۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں