د سركاري حج سكيم له مخې په قرعه اندازۍ كښې ناكام شوي خواست كونكي دې خپل رقم د بانكونو څخه بېرته اخستې شي۔د مذهبي چارو وزارت

image

اسلام آباد 19 مارچ(اے پی پی)د سركاري حج سكيم له مخې په قرعه اندازۍ كښې ناكام شوي خواست كونكې دې خپلې پيسې د اړوند بانكونو څخه بېرته اخستې شي۔د مذهبي چارو وزارت چارواكو د نهې په ورځ اے پي پي ته ووئيل چې كال 2019 كښې د سركاري حج سكيم له مخې په قرعه اندازۍ كښې ناكام شوي خواست كوونكي به خپلې جمع كړی پيسې د اړوندو بانكونو څخه بېرته اخستې شي۔ده ووئيل خواست كوونكي په بانك كښې خپل اصل رسيد او اصل كمپيوټرائزډ شناختي كارډ كتلو سره پيسې بېرته اخستلې شي۔د يادونې وړ ده د ګرد هېواد څخه د مذهبي چارو وزارت ته 2 لكه 16 زره 623 خواستونو وصول شوي وو او د سركاري حج سكيم له مخې 1 لك 7 زر 526 نامو اعلان د مارچ په 12مه نېټھ قرعه اندازۍ كښې شوې ؤ

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا سانتا کیٹرینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں