د چوهدري فواد حسېن د مېرمنو نړيوالې ورځ پحقله دستورې تا وېنا

image
APP27-08 ISLAMABAD: March 08 - Federal Minister for Information and Broadcasting Chaudhry Fawad Hussain addressing PTV employees on the occasion of International Women’s Day at PTV Headquarters. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد 08 مارچ (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي وزیراعظم عمران خان دا وژن لري چې مېرمنو ته يو برابر موقعې او حقونه وركړې شي٬ حكومت مېرمنې اختيارمندې جوړولو لپاره عزم لري٬ مېرمنو ته په هره كچه محفوظ او غوره چاپېريال وركولو ته اړتيا ده٬ زمونږ مېرمنې د لويديز نه وړاندې واكمندې شوې وې٬ بېګم رعنا لیاقت علی ، فاطمه جناح ، د اے پي اېس د شهيدانو مئېندې زمونږ اتلانې دي۔ وفاقي وزير دا خبرې د جمعې په ورځ د مېرمنو نړيوالې ورځ پحقله پي ټي وي مركزي دفتر كښې د كېك پرې كولو دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل د پي ټي وي د يونين مننه كوم چا چې د مېرمنو نړيوالې ورځ په موقع پي ټي وي كښې دستوره وكړه۔ زمونږ دلته يو تصور دا دے چې شايد د مېرمنو اختيار منده جوړولو تصور لويديز څخه راغلې٬ حقيقت دا دے چې لويديز كښې چې مېرمنې كله د ووټ د لارې رامخې ته شوې وې نو ھغه وخت زمونږ دلته تحريك خلافت كښې په هند دننه د محمد علي جوهر مور او رعنا لياقت علي خان او فاطمه جناح غوندې مشرانو خپل ځان د سياست په مېدان كښې څرګند كړې ؤ۔ ده ووئيل زه د منګلا خوا اوشا كلي سره تعلق لرم ٬ زما نيا د 1926 نه په سياست كښې وه او زمونږ د كور فوكل پرسن او قوي مېرمن زما نيا وه۔ وفاقي وزير ووئيل زمونږ په سماجي ژوند كښې مېرمنې ډېرې اختيارمندې دي۔ ده ووئيل وركنګ وېمنز ټولنې لپاره كردار لري څوك چې ناريناٶ سره اوږه په اوږه كار كوي۔ ده ووئيل د پي ټي وي دننه مېرمنو لپاره ډېرو اقدماتو ته اړتيا ده ٬ پي ټي وي كښې ځانله يوه څانګه د محتسب پكار ده۔ ده ووئيل پي ټي وي كښې به ډے كيئر سنټر جوړوو۔ ده ووئيل د ځينې ذهنيت خلق د ټولنې د پرمختګ لاره نيول غواړي٬ تر څو چې مېرمنې په سياست او قيادت كښې فعاله نه وي تر ھغه به د دوي مسئلې لرې نه شي۔ ده ووئيل مېرمنې ځينو ځايونو كښې ستونزو سره مخ دي او ورته يو برابر حقونه ترلاسه نه دي۔ د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل مرمنې په بېلا بېلو څانګو كښې د قدر وړ خدمات ترسره كوي

مضمون کا ماخذ : مایا کا عروج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں